په نړیوالو بازارونو کې د نفتو بیې لوړېدل

په منځني ختیځ کې د نفتو د عرضې د راتلونکې په اړه د اندېښنو له زیاتېدو سره، په نړیوالو بازارونو کې د نفتو بیې لوړې شوې دي.

رویټرز د سې‌شنبې په ورځ، د سپټمبر په ۸مه، راپور ورکړی چې د سیمې د روانو ترینګلتیاوو د دوام او د نفتو د لېږد د لا ډېرې ګډوډۍ د احتمال په اړه اندېښنو د نفتو بیې لوړې کړې دي.

د راپور له مخې، د برنټ خام نفتو بیه ۳۴ سنټه، چې ۰.۳۵ سلنه زیاتوالی ښيي، لوړه شوې او په هر بېرل کې ۹۷.۳۴ ډالرو ته رسېدلې ده. د امریکا د وېسټ ټېکسس انټرمیډیټ خام نفتو بیه هم ۱.۱۵ ډالره، چې ۱.۲۶ سلنه زیاتوالی دی، لوړه شوې او په هر بېرل کې ۹۲.۶۳ ډالرو ته رسېدلې ده.

د نفتو د بیو دغه لوړوالی په داسې حال کې دی چې ایران د امریکا د احتمالي نویو بریدونو پر وړاندې د غبرګون خبرداری ورکړی او په خلیج فارس کې د انرژۍ د تأسیساتو او د نفتو د لېږد د مسیرونو د امنیت په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي.

په همدې حال کې، د هرمز تنګي له لارې د بېړیو تګ راتګ په پام‌وړ ډول کم شوی دی. د رویټرز د راپور له مخې، د کپلر شرکت د معلوماتو پر بنسټ، د دوشنبې په ورځ یوازې اووه باروړونکې بېړۍ له دې لارې تېرې شوې دي.

دعوت نیوز در شبکه های اجتماعی

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.