امین وردګ
خدایه شکر چې مهاجر حیوانات مو هم بېرته خپل هېواد ته راغلل.
دوی هم لکه موږ غوندې غواړي چې څه وخت آرام ژوند او د خپل وطن په غېږه کې ډاډه خوبونه وکړي، دوی ته باید مینه ورکړو او زړونه پرې وسوزوو.
مګر افسوس!!!
موږ پر ځای د دې چې ورته خوشاله شو او پر سرونو یې د مینې لاسونه راکش کړو، د زړه خواله ورسره وکړو او ښه راغلاست ورته ووایو -لا مو چړې پسې را اخیستي او دښمنۍ ورسره پالو.
حق خو یې دا دی چې ساتنه او پالنه یې وشي، مګر موږ بدي ورسره کوو او حریم ته یې ګستاخانه ننوزو.
فکر کوم زموږ ځینې وګړي د شجاعت او ترحم په نوم څه نه پېژني، ځکه خو له دغو راغلو مهاجرو سره بد سلوک کوي ! پر دغو حیواناتو شفقت پکار دی، دوی هم لکه موږ غوندې څه باندې څلور لسیزې وړاندې له خپلو سیمو شړل شوي وو، دا چې د خپل ټاټوبي مینه هېرېدلای نشي! له همدې امله ځینې بېرته راستانه شول ، مګر خبر نه دي چې دلته لا هم بعضو ته د وینو تویوول او خپل له خپلو بېلول خوند ورکوي.
بلې! هغوی هم لکه موږ غوندې مینې راوستلي دي، نو پرېیېږدئ چې څه موده د نیکونو په ټاټوبي کې آرامې ساوې واخلي.
یوه اونۍ وړاندې د ګربت غره ته مخامخ -چې د بابا د غرونو لړۍ پرته ده- ځینو ځوانانو یوه غرڅه ویشتلې، بیا یې انځورونه ورسره اخیستي او پر سوشل مډیا یې خپاره کړي(فقط ته وا سور شوروی یې ویشتلی دی) ما چې تحقیق وکړ؛ دغه ځوانان د وردګو ولایت، جغتو ولسوالۍ د باریکاب درې اوسیدونکي دي.
نو که زموږ د چاپېریال ساتنې محترمه اداره د دغو بېرته راغلو مهاجرو حیواناتو نظارت او مراقبت سم او پر وخت و نه کړي، ټول به الله مکړه بېرته له لاسه ورکړو.
غرني حیوانات د سولې او امن نښان دی! دوی یوازې په هغو هېوادونو کې ژوند کوي، چېرې چې جګړې نه وي او فقط مینې فضا اشغال کړې وي.
فکر کوم دوی هم خبر شوي چې دلته انساني فرښتې راغلې! ځکه خو له یوه کال څخه هم په کمه موده کې را ورسېدل؛ مګر خدای خبر چې اوس به نو زموږ په هکله څه فکر کوي؟
کله چې د څورلسمې پېړۍ په شپږمه لسیزه کې لومړی شاهي نظام پر جُمهوري واوښت ، ورپسې کمونستان حاکم شول، نو په ځینو درو او ګړنګونو کې د باروتو سمي بویونه او د مرمیو ټک -ټوک هم ورسره پیدا شول ، ځکه خو به وحشي حیوانات هم ورو ورو له یوې سیمې څخه بلې او له بلې نه بلې ته مهاجرېدل ، تر دې چې د ۱۳۵۸ ه-ل کال د جدې پر شپږمه سرو وحشي فوځونو زموږ پر ګران ټاټوبي نېغ تېری وکړ او په لږ وخت کې مو یې مکمل هېواد اشغال کړ او د دغې پاکې جغرافیې ځمکه او فضا یې راته سور تنور و ګرځاوه، ځکه خو ټول حیوانات مهاجر شول او د افغانستان له پولو ووتل.
مګر کله چې شوروي اتحاد د الله په نصرت مات او د زړورو افغانانو پر لاسونو دړې وړې شو، نو خپلمنځي جګړې پسې پیل او کوڅه پر کوڅه جنګ شو؛ دا جنګونه لا سم نه وو مهار شوي چې ټول غرب را وکوچېد او یو ځل بیا زموږ هېواد پردیو اشغال کړ او پوره شل کاله یې دلته هغه وحشتونه وکړل چې انسانیت ترې شرمیږي.
د هېواد په ټول قلمرو کې داسې ځای پاتې نه شو، چې هلته دې غربیانو د دوستۍ تر عنوان لاندې ظلمونه نه وي کړي؛ ځکه مو مهاجر حیوانات هېواد ته نشوی راتللی؛ خو دا چې لله الحمد په تېر یوه کال کې امن په بې ساري توګه وزرې خورې کړې، له همدې امله مو مهاجر حیوانات هم بېرته راستانه شول.
اوس دې نو الله پاک وکړي چې د چاپېریال ساتنې اداره خپلو مسؤلیتونو ته جداً متوجه شي او د څو کلونو لپاره ښکار کاملاً ممنوع اعلان کړي او د سرغړوونکو لپاره لازمه جزا و ټاکي، تر څو چاپېریال د مهاجرو حیواناتو لپاره په مکمله توګه آرام شي او دوی په ډاډه زړونو خپل تولد او تناسل ته وده ورکړي او نسل زیات کړي.
اوس خو الحمدلله د افغانستان هره سیمه (هغه که سمه ده او که غر) سل په سل کې د حاکم نظام په واک کې ده، ځکه خو د قوانینو پلي کول پکې هېڅ ستونزه نه لري