راټولونکی: انجنیر عصمت الله عصمتي.
تعریف :- بند یو د هایدروتخنیکی ساختمانونو څخه دی، چی د اوبو د جریان په مقابل کی جوړیږی. چی د بیلا بیلو مقصدو لپاره رغول کیږی، چی یو ښه مثال یی په ساحه یا منطقه کی داوبو د سطحی د لوړولو لپاره اویا همداشان د ډیرو اوبو د ذخیره کولو لپاره تری استفاده کیږی. اویا عبارت د هغه هایدروتخنیکی ساختمانونه څخه دی چی په یوه ساحه کی د اوبو د فشار د لوړوالو لپاره، او یا په منظم ډول د اوبو د ساتنی لپاره جوړیږی.
بندونه (ډیمونه) بیلا بیل ډولونه لری، چی د بیله بیلو مقصدونو لپاره په نظر کی نیول کیږی، چی دلته به یی ځینی مهم ډولونه تشریخ کړو.
الف- ذخیروی بندونه،
ب- تفریحی بندونه،
ج- موانع بندونه،
و- ثقیل یا درانه بندونه،
پورته بندونه (ډیمونه) چی هریو یی په خپل ځای اهمیت لری، چی دلته به مونږ یواځی ثقیل اویا درانه بندونه په تفصیل سره تشریح کړو.
(Gravity Dam) –ثقیل یا درانه بندونه ډیمونه
څرنګه چی یی د نوم څخه معلومیږی عبارت د هغه بندونه(ډیمونه) څخه دی چی د خارجی قوو په مقابل کی د خپل ځانه مقاومت وښایی. او همداشان د دغه ډیمونه په جوړولو کی د بیلا بیلو موادو څخه استفاده کیږی، لکه تیږی، کانکریټ، خښتی، او د موقت وخت لپاره د لرګواو فلزاتو څخه هم استفاده کوی جوړیږی.
داچی ثقیل یا درانه بندونه یو د پخوانیو او مراوجو بندونو څخه دی، چی ډیر شهرت لری. دلته یی ځینی مثالونه د یادولو وړ دی، لکه د ماهیپر بند، دنغلو بند، د درونټی بند او داسی نور……..
هغه قوی چی په یوه ثقیل یا درانه بند باندې واردیږي هغه په لاندې ډول دی.
۱- د اوبو فشار دی.
۲- خپله د بند وزن دی.
۳- معکوس فشار دی.
۴- د یخ فشار دی.
۵- څپو فشار دی.
۶- د باد فشار دی.
۷- د رسوبی موادو فشار دی.
۸- د زلزلی فشار دی.