سامسونګ شرکت د کمپیوټر په داسې یوه ماوس کار کوي چې د انسان د اضافي کار مخه به نیسي.
شرکت ویلي دا ماوس په دې خاطر جوړوي چې زیاتره خلک په دفترونو کې ډېر مصروف وي او د کاري او کورني ژوند ترمنځ یې توازن نه وي.
ماوس داسې جوړېږي چې کله د کار وخت پوره شي دا به لکه اصلي موږک د کارونکي له لاسه تښتي.
حتی که څوک لاس ور واچوي او ماوس ونیسي، ماوس یو پوښ پرېږدي او خپله بیا به لاسه وځي.