ماشومان ولې پرته له دلیله خاندي؟

ژباړه: حمیدالله حمیدي

واړه ماشومان چې لا په خبرو نه وي راغلي، خپلې نږدې مثبتې خاطرې د خندا په وسیله اظهاروي یا په بل عبارت هغه ماشومان خاندي، چې خوښ وي.
د بریگام یانگ امریکایي پوهنتون څېړونکو ثابته کړې چې د ماشومانو ذهن له پنځو میاشتو وروسته د دې جوګه کېدای شي چې خپلې ټولې ښې او خوږې خاطرې یوه ورځ وروسته یوه پر بلې پسې په یاد راولي.
که میندې او پلرونه له خپلو ماشومانو سره وخاندي او لوبې وکړي، پنځه میاشتنی ماشوم کولی شي یوه ورځ وروسته دغه ټولې خاطرې بېرته په یاد راولي، خوشاله شي او وخاندي. دغه څېړونکي وایي چې کېدای شي د یوه کلن ماشوم د خندا لامل هم دغه څه وي.
په څېړنه کې دا هم ښودل شوي چې د ماشومانو ذهنونه تر ډېره مثبتې خاطرې ثبتوي. څېړنې دا هم ثابته کړې ده چې د ماشوم ذهن کولی شي په اسانۍ د خوښۍ او غوسې خبرې تشخیص کړي. تر ټولو مهمه دا ده چې د مور او پلار تر منځ ناندرۍ هېڅکله هم د ماشوم له ذهن څخه نه وځي.
دغه څېړنه په Infant Behavior and Development خپرونه کې خپره شوې ده.

دعوت نیوز در شبکه های اجتماعی

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.