شفیقه خپلواک
هېر کړمه ځان هېر کړم خاطرې مې شي خطدارې
ګورم د ګران سترګو ته هغه مې شي هېندارې
زما هیلې نامرادې ځوانیمرګې فرخندې شوې
زما هیلې د ښار په سړکونو شوې سنګسارې
نه و زړه دې نه و کنه ګرانه جوړېدای شوای
زړه که دې غر هم و، غره ته هم ختلې لارې
حورې په خوب ویني د جومات وره کې ویده دی
واوړه په څنګ واوړه ملا ویښ کړه پاولیدارې
دښته شو ژوند دښته په وچ ستوني کې ګرد ناست دی
رحم کړه، را واړوه رڼې سترګې ابدارې
والوځي د ورځې په ماښام مې زړه ته راشي
تورې اندیښنې، تورې مرغۍ دي هوادارې