سید عبیدالله نادر
زمونږ کړه وړه، نیغ په نیغه په ماشومانو اثر کوي ،زمونږ هر قدم ماشومان په خپلو خلاصو سترګو ویني ،او په راتلونکو کې زمونږ د کړه وړه نقش قدم ځي ،که مونږ ماشومان و نازو او ماشوم ته د هڅونۍ روحیه و بخښو ،نو ماشوم ، دا دستور زمونږ نه زده کوي ، او په راتلونکو کې دا سلوک د خپلو راتلونکو ماشومانو سره کوي ، ماشومان زمونږ څخه هر څه زده کوي ،د نزاکت فهمۍ نه نیولی تر د وینا ترتیب او آدابو پوری ، زمونږ د حرکاتو سکناتو څخه درس اخلي ،زمونږ دیری حرکات دوی د نظر لاندی لري، نو په کار ده چې د ماشومانو په وړاندی ډیر حساس و اوسو ، مونږ باید لویه حوصله او مهرباني ولرو ، چې زمونږ څخه ماشومان د مهربانۍ درس واخلي .
مونږ باید زړه سوی ولرو، چې زمونږ څخه ماشومان د مهربانۍ او درس واخلي ،مونږ باید زړه سواندی ولرو، چې ماشومان زمونږ څخه د زړه سواندۍ درس واخلي ،که ماشومان خپل مشران او لویان د لویو ارواحو خاوندان وویني، نو د هغوي کړه وړه د یاده نه وباسي، او د هغوي په لارو روانیږي ، د ماشوانو په ذهن کې باید د مشرانو ډیري ښي خاطرې پاټي شي، څومره چې مونږ خپلو ماشومانو ته درانه ښکاره شو، په هماغه اندازه د دوي په روحیه مثبت اغیز کوي ،مونږ باید د ماشومانو په وړاندی د تجربو او زده کړی څخه ډک ښکاره شو ،هغومره چې مونږ درانه او ستانه د خپلو ماشوانو په مخ کې ښکاره شو هغومره ماشومان زمونږ نه حیا کوي ، ماشومان په لویانو کې ډیر لوی عظمت ویني د مشرانو مهرباني هم، د کشرانو مهرباني د راتلونکو کشرانو په هکله زیاتوي ،زمونږ نزاکت فهمی او ظاهري کړه وړه ، تر ډیره د ماشومانو په ذهن کې پاتي کیږي ،او د ماشو پر ذهن مثبت اثر غورځوي ،نو په کشرانو مهربان اوسئ ،او په ډیرو سختو حالاتوهم ، خپله مهرربانی او شفقت د لاسه مه ورکوئ.