هاجره حرکت
به سهار د چرګ په بانګ کې به روان شو
چې د خپل کلي جومات کې به اذان شو
نږدیوالی، پخلاینې موخه لوړه
په هجرو کې به جرګه زموږ مشران شو
د هر کلي ملکي به په وړتیا وه
چې د ولس په خدمتونو کې به ځوان شو
ګودر تل کوو، د مینې کوربه توب
د ځوان زړه بیداریده به په یو ان شو
د شپیلۍ غږ به ویده زړه ویښولو
سندریز ترنګ به را جوړ له ځوان چوپان شو
زموږ ښکلی دود خپل منځ کې لورینه
په پیتاوي کې به ناست ټول ټوکماران شو
پر ښارونو او پر کلیو مو خپره وه
مین زړونه به بیدار په لوي ارمان شو
هغه لارې ټولې بیا رغول غواړي
چې سپیڅلې مینې لور ته به روزان شو