زمونږ په سيمه کې يو کس دعوا کوي چې د خلکو په احوالو پوهيږم

پوښتنه : انجنير محمد زبير
زمونږ په سيمه کې يو کس دي چې ادعا کوي زه د درود شريف وظيفه کوم دهغې په وجه د خلکو په احوالو (ګناه او پاکوالې او نور څه ) پوهيږم او بل وايې چې کله قبرستان ته ولاړ شم هلته مړی راته سلامې کوي په دغه شخص د خلکو ډير ه ګڼه ګونه ده تغويذونه ورکوي
دنوموړی شخص په څيره د فسق علامې له ورايه ښکاری ما ډير دلايل ورسره وويل او تری راغلم که تاسې پدی اړه د اسلام په رڼا کې يو مختصر بيان وليکی ښه به وي .
 ځواب د کرامت او طلسم تر منځ فرق : 
کرامت يوخارق العاده يا د انسان له عاداتو خارج کار دی چې د يو پرهيزکاره شخص چې په قرآن او سنتو پوره برابر وي صادر شي .
کرامت د ولې په اختيار کې نه دي او نه داسې دعوه کولای شي چې زه داسې خارق العاده کار کولای شم (النبراس شرح العقايد ص ۵۵).
او که څوک ظاهراً ځان تقوی داره بولې ولې په اصل کې يو فاسق او فاجر وي کوم د عادت خلاف کار ورڅخه خارج شي نو هغه ته کرامت نشو ويلاې جوګ او طلسم به وي .
بل داچې په غيبو يوازی الله تعالې پوهيږي
که څوک اولياء الله متصرف او علم الغيب وګڼی پدی اړه احسان الفتاوي ليکې :
دغه عقيده د کفر ده چې په قرآن ،حديث او فقه کې پوره وضاحت ورکړ شوی نوموړې فتاوي تردغې خبرې ورسته دا آياتونه ليکې :
قُل لاَّ أَمْلِكُ لِنَفْسِي نَفْعًا وَلاَ ضَرًّا إِلاَّ مَا شَاء اللّهُ وَلَوْ كُنتُ أَعْلَمُ الْغَيْبَ لاَسْتَكْثَرْتُ مِنَ الْخَيْرِ وَمَا مَسَّنِيَ السُّوءُ إِنْ أَنَاْ إِلاَّ نَذِيرٌ وَبَشِيرٌ لِّقَوْمٍ يُؤْمِنُون (الاعراف ۱۸۸) .
نو چې يو ولې د داسې دعواوو حق نلری نو يو فاسق ، فاجر ،جوګي او کوډګر به څنګه وي .
کوډ ګرو فالبنو ته ورتګ ګناه ده او د هغی خبری د رښتياګڼل  کفر دي
حديث شريف :
«مَن أتَي عَرَّافَاً فَسَألَهُ عَن شَئٍ فَصَدَّقَهُ لمَ تُقبَل لَهُ صَلاةٌ أربَعِينَ يَوماً» (المسلم )[1]
څوک چه عرافی (عرافی هغه کس دی چه دغلا شوی مال ځای او غلا ښیی ) ته ورشې او ديوه شی په اړه له هغه څخه پوښتنه وکړی اوهغه رښتيا وبولې دڅلويښتو ورځو لمونځ يې نه قبليږي .
«مَن أتَي كاهِنَاً فَصَدَّقَهَ بمَا يَقُولُ فَقَد كفَر بمَا أنزَلَ عَلَي مُحَمَّد
دعوت نیوز در شبکه های اجتماعی

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.