د شغال برخلیک

  • امین وردگ*

وایي هر ځای کې بۀ ډار ؤ له پېریانو
له بلاؤ، له شیشکو، له دېوانو

خو ځنګل کې بیا آرامه آرامي وه
نۀ بهٔ وېره وه، نۀ غم، نهٔ بهٔ سختي وه

پۀ جګړو او مرکو کې بۀ بری ؤ
د ځنګل بۀ چې پاچا کوم زمری ؤ

هر حیوان بۀ یې له رعبه پوړکېدلو
سوڼ بۀ نۀ ؤ چې زمری بۀ تېرېدلو

د ځنګل پۀ منځ کې ښکلی سمسور باغ ؤ
پهٔ لیدو بهٔ یې تازه د زړهٔ دماغ ؤ

د ځنګل پاچا هملته اوسېدلو
د رعیت له مشکلاتو خبرېدلو

پۀ ځنګل کې زړۀ راښکونکی امنیت ؤ
اوسېدونکي وو بې غمه، برکت ؤ

خو د باغ څنډه کې غار ؤ د لېوانو
د ګیدړو، د شکڼو، د شغالانو

یوه ورځ یې حشر وکړ زمري ته
چې بۀ غورځوي پاچا لاندې کوهي ته

سلا وشوه، خو چې څوک بۀ پاچا کیږي؟
زرین تاج بۀ د چا سر ته پورته کیږي؟

څوک بۀ ډکه کړي خلا د مشرانو؟
څوک بۀ مخې ته دریږي د دېوانو؟

شکاڼۀ وویل چې خر بۀ انتخاب کړو
ټول امور بۀ مو پر غاړه د جناب کړو

نورو وویل چې نه! د خرۀ کار سست وي
پاچاهان باید له ټولو زبردست وي

لېوۀ نارې کړې: ګیدړه ابۍ ښه ده
هم چالاکه ده، هم ډېره دانسته ده

خو ګیدړې انکار وکړ له دې دندې
ځان یې وساتلو، بچ شوله، له کندې

غږ یې وکړ چې شغال زموږ پاچا دی
نارینه دی، پۀ څو واره ښۀ له ما دی

بس نارې شوې پۀ ځنګلهٔ کې خوشالي شوه
ګډاګانې شوې، سندرې شوې، ښادي شوه

ګیدو وویل: شغاله! پام بۀ ډېر کړې
هسې نه چې د پاچا خویونه هېر کړې

شغال وویل چې لاره بۀ راښیې
زما څنګ ته اوسه، تهٔ ماسره ښه یې

پاچا وټاکل شو، اوس وار د زمري دی
انتظار نور د ګذار او د بري دی

زمری بۀ د څاه څنګ کې تېرېدلو
تلک هم دغۀ مسیر ته سمېدلو

یوه شپه تلک نږدې ؤ چې عیار شي
د پاچا سلامت غوښې بۀ پرې بار شي

ناګهانه شغال چیغې کړې پۀ زوره
لېوۀ برګ برګ ورته وکتل چې ګوره!

تۀ پاچا یې! نور د خدای لپاره سم شه
نارې مه وهه بې ځایه، کار ته خم شه

لنډه دا چې زمری پۀ دام کې ګیر شو
ډېر خفه شو، ګیله من شو او زهیر شو

ځیر ځیر ګوري چې دا کار بۀ نو د چا وي؟
کوم خبیث بۀ تحقیر کړی خپل پاچا وي؟

فیل چې وکتل شغال ته، پاچا پوه شو
ژر را پورته شو، تکیه پر خپلو پښو شو

حیوانات ټول سملاسي د دهٔ پهٔ خوا شول
یوهٔ لوري ته شول غونډ، سره سلا شول

چې زمری بۀ خلاصوو له دغۀ بنده
او شغال ته بهٔ هم کنو چېرې کنده

له دې پرېکړې سره سم شغال حیران شو
ډېر پښېمانه شو، پۀ غم شو، پهٔ لړزان شو

پۀ همدغۀ وخت کې بیا د دۀ نارې شوې
له نارو سره یې نورې لارې پرې شوې

زمري چې ورته وکتل، شو غلی
خو نه! اوس فقط شغال ؤ، نۀ ښاغلی

د بادونو لار یې خلاصه وه بې واکه
ګیدو کښته پورته تلله؛ هاکه، دا که!

خو هېڅ نۀ کېدل، ناچاره ناچاري وه
د شغال او د ګیدړې مجبوري وه

زمري شغال ته وویل چې سم شه!
ښوره مه ډېر! څو خبرو ته مې تم شه

زهٔ پوښتنه کړم چې تۀ ولې چغیږې؟
او له چیغو سره سم څله ټغېږې؟

شغال وویل چې خلک وېرومه
پۀ همدې توګه خپل عمر تېرومه

او له چیغو سره یو ځای چې ټغېږم
خامخا زۀ هم له چا څخه وېرېږم

زمري ویل شغاله خدای دې خوار که
رب دې خپله کومې کندې ته غوځار که

تاته چا ویل چې ځان دومره رسوا کړې
خپل عزت ته دې پهٔ خپله خوښه شا کړې

پهٔ دې پوه شه چې (امین) بهٔ دې پرېنږدي
څو پر څټ ستا عمري توره کېنږدي

پای

۱۴۰۴/۸/16

دعوت نیوز در شبکه های اجتماعی

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.