د زړې ښځې د پاره حجاب کول لازم دي ؟

زړه ښځه چې تقريباً عمر يې د اويا يا نوي کلونو وي د بيګانو خلکو په مخ کې خپله چهره لوڅولای شي يعنې د پوخ سنه ښځې د پاره حجاب کول لازم دي ؟

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

الله سبحانه وتعالی فرمايي : « وَالْقَوَاعِدُ مِنَ النِّسَاءِ اللَّاتِي لَا يَرْجُونَ نِكَاحًا فَلَيْسَ عَلَيْهِنَّ جُنَاحٌ أَنْ يَضَعْنَ ثِيَابَهُنَّ غَيْرَ مُتَبَرِّجَاتٍ بِزِينَةٍ وَأَنْ يَسْتَعْفِفْنَ خَيْرٌ لَهُنَّ وَاللَّهُ سَمِيعٌ عَلِيمٌ » (النور  ۶۰ ) ( همدارنګه ) هغه ښځې چې د نکاح هيله نه لري په هغوی باندې ګناه نشته چې لرې کړي خپلې جامې (چادري ) په داسې حال کې چې سينګار او ښايست يې نه ښکاريږي او که پاکدامني اختيار کړي (حجاب وکړي ) ډير غوره به وي الله تعالی ښه اوريدونکی او پوه دی .

نو بنا پر دې د زړو ښځو د پاره ګناه نشته چې د نامحرمو څخه مخ پټ نه کړي او که حجاب وکړي غوره کار دی

مګر که زړه او د پوخ عمر ښځه خپل ځان سينګار کړي بيا جايزه نه ده چې د بيګانه خلکو په مخ کې خپله چهره لوڅه کړي.

 مکة المکرمة  فتاوی المرأة. ص(160،161

دعوت نیوز در شبکه های اجتماعی

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.