ریاض احمد
د حنجرې التهابات Inflammation of larynx
حنجره د بدن د ګڼ شمیر نورو غړو په څیر په التهاباتو اخته کیدای شي، دغه التهابات د دوام له مخې په دوه ډوله دي چې حاد او مزمن”
د حنجرې حاد التهاب انتاني او غیر انتاني لاملونه لري.
انتاني اسباب یې: ډیر عام دي او معمولاََ د پوزتني تنفسي لاري د التهاب په تعقیب رامنځته کیږي چې اکثره پیښو کې لومړي ویروسي انتان حمله کوي او ورپسي بکتریايې انتانات لکه H. influenzae, strept.pneumoniae او هیمولایتیک سټرپټوکاکس ږرباندي اضافه کیږی. په exanthematous نارغیو لکه شری، chickenpox او توره ټوخله یا whooping cough کې هم د حنجرې حاد التهاب موجود وی.
غیر انتاني اسبابو کې یې د غږ غلط کارول، حساسیت، د ګڼ شمیر موادو د انشاق یا خوړولو له وجي په حرارتي یا کیمیاوي توګه د حنجرې سوځیدنه او د حنجرې ترضیضات شامل دي.
کلینکي تظاهرات clinicle features
اعراض معمولاََ ناڅاپي رامنځته کیږی چې عبارت دي له:
۱: دغږ خشن والي یا hoarseness چې ممکن شدیدو حالاتو کې د ناروغ غږ ورک شي.
۲: د ستوني درد او ناراحتي چې اکثره له غږیدو وروسته منځته راځي.
۳: وچ او مخرش ټوخی چې د شپي لخوا ډیریږي.
۴: عمومی اعراض لکه سر درد لړزه د ستونې درد او وچیدل، ځان درد، ناراحتي او تبه علایم د ناروغۍ په مودی او شدت سره توپیر کوي. په لومړیو مرحلو کې د ایپیګلوټس، اریتینویډ غضاریفو او ونټریکلولر بانډونو سوروالی او اذیما موجوده وی خو صوتي حبول یا vocal cords نارمل وی، که د التهاب لامل د غږ غلط کارول وی نو په vocal cords باندی submucosal hemorrhage هم لیدل کیږی.
درملنه:
۱: د غږ اسراحت vocal rest
۲: د ناروغۍ پر مهال د سګرټو او الکولو څښلو څخه باید ډډه وشي.
۳: ګرم تبخیر steam inhalations : د چایو ګرم بخارات انشاق کول یا ګرمو اوبو کې د لاچي او نعنا تبخیر کشکول د حنجری د اذیما کموالی او د مخاطی سریښناکه افرازاتو د نرمیدو لامل کیږی.
۴: د ټوخی ضد درمل: تر څو مخرش ټوخي ارام او د حنجری د اضافی ترضیض مخه ونیول شی.
۵: د مکروب ضد درمل: که چیری د ثانوی بکتریا انتان نښې لکه تبه، ټوکسیمیا یا هم لړزه لرونکي بلغ موجود وه باید انتي بایوتیک هم ناروغ ته ورکړل شی.
۶: انلجیزیک: د ستونی درد او د ناراحتی لمنځه وړلو لپاره ناروغ ته توصیه شی.
۷: سټیرویډونه: معمولاََ د حنجري هغو التهاباتو کې ګټور دی چې د حرارتی یا کیماوی سوځیدنې له امله رامنځته شوی وی، سټیریدونه اکثره د nasal spry په بڼه توصیه کیږی، په شدیدو حالاتو کې یې په سییتمیک ډول ورکړه هم ډیره ګټوره ده!