د حج مختصرې دعاګانې

بسســـــــم الله الــرحمن الرحیم

پوښتنه: ما ته د حج دمراسمو دادآکولو ټولی دعاګانی راواستوی نو دا به مو ډیره سخته او زیاته مهربانی وی لکه :د طواف په وحت کی دل دعا ویل کیږی او داسی نوره هم …..
محمد نبي

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

دعا غوره عبادت دی

لقوله الله سبحانه وتعالی : وَقَالَ رَبُّكُمُ ادْعُونِي أَسْتَجِبْ لَكُمْ [غافر:60] د الله جل جلا له  ارشاد دی : له ما نه وغواړئ څو ستاسې (غوښتنې ) قبولې کړم

لله جل جلا له  فرمايي : وَإِذَا سَأَلَكَ عِبَادِي عَنِّي فَإِنِّي قَرِيبٌ أُجِيبُ دَعْوَةَ الدَّاعِ إِذَا دَعَانِ فَلْيَسْتَجِيبُواْ لِي وَلْيُؤْمِنُواْ بِي لَعَلَّهُمْ يَرْشُدُونَ [البقرة:186]

ژباړه : او کله چې له تا څخه زما بندګان پوښتنه وکړي ، يقيناً زه (دوی ته ) نژدې يم . کله چې يو دعا کوونکی ما وبولي د هغه دعا منم دوی دې (هم ) زما بلنه ومني او پر ما دې ايمان راوړي ښايي چې پر سمه لار ټينګ پاتې شي .

همدارنګه رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : «الدعاء هو العبادة» ( الترمذي د 2969 ) دعا عبادت دی

او فرمايي : ليس شيء أكرم على الله تعالى من الدعاء ( الترمذي 3370 ) الله جل جلا له  په نزد د دعا نه بغير بل د اکرام او عزت شی نشته

همدارنګه فرمايي : لا يرد القضاء إلا الدعاء ، ولا يزيد في العمر إلا البر ( صحيح الترمذي – الصفحة أو الرقم: 2139 )

يعنې په قضا کې بدلون نه راځي مګر په دعا سره عمر نه اوږديږي مګر په نيکی .

 د حاجي دعا په خاص ډول قبليږي

د حاجې دعا د لاندې دوو حديثونو په دليل قبليږي .

اول : داچي حاجي مسافر وي او د مسافر دعا قبليږي

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي :  ثلاثُ دعواتٍ مُستجاباتٌ لا شكَّ فيهنَّ دعوةُ المظلُومِ ودعوةُ المُسافرِ ودعوةُ الوالدِ على ولدِهِ) . (رواه ترمذي ) .

دری دعاګانې په خاص ډول سره قبليږي ددی په قبوليت کې څه شک نشته ، يو د مظلوم دعا،دوهم د مسافر دعا  او دريم د مور او پلار دعا د اولاد په حق کې.

دوهم : د فی سبيل الله مجاهد او حاجي دعا د غزا او حج په موقع کې قبليږي په دليل د دغه حديث شريف : ( الغازي في سبيل الله، والحاج والمعتمر وفد الله، دعاهم فأجابوه، وسألوه فأعاطاهم ) رواه ابن ماجه .

په حج کې دعاګانې :

په حج کې دوه قسمه دعاوي دي

اول قسم : حاجي هر وخت د دينا او آخرت د ښيګنو او کاميابيو او خپل اهل عيال او مسلمانانو د پاره دعا کولای شي ، په کومو مشروع الفاظو چې د ده زړه وي هسې دعا دې وکړې .

دوهم قسم : ځنې مسنونه دعاګانې دی چې په خاصو ځايونو کې جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم کړې دی ، د دغو دعا ويل مستحب دی چې په لاندې ډول دي :

د احرام په وخت تلبه ويل :

د احرامو تړلو وروسته به هر وخت د کيناستلو ، پاڅيدو او د حج د ارکانو د ادا په وخت کې لوستل کيږي .

لبيك اللهمَّ ! لبيك . لبيك لا شريك لك لبيك . إن الحمدَ والنعمةَ لك والملكَ لا شريك لك (رواه المسلم ۱۱۸۴ ) .

ژباړه : ای الله ! ستا په حضور کې حاضر يم ، ستا د حکم په مخکښې مې سرتيټ دی – ستا هيڅ څوک شريک نشته ، زه ستا په دربار کې حاضر يم ، اقرار کوم چې ټول تعريفونه او نعمتونو تا لره دي ، او ټول واک تا لره دی او په دې ستا سره څوک شريک نشته .

۱– د عرفات دعا :

لا إله إلا الله وحده لا شريك له . له الملك وله الحمد وهو على كل شيء قدير (الترمذي 3585)

ژباړه : نشته لائق د عبادت مګر الله چې يو دی او شريک نه لري ، ده لره پاچاهي ده او او ده لره ټولې  ستاينې دي ، او هغه په هر څه باندې توانا دی .

عرفات د دعا د قبليدو ځای دی ، دلته د آدم عليه سلام توبه قبوله شوې ده .

 ګرانه ! دا د زاريو او ژړا ځای دی .

نبی اکرم صلی الله عليه وسلم  چې د عرفات په جبل الرحمت باندې کومه ژړا او زاری باندې دوعا غوښتی وه ابن عباس يې داسې روايت کوي :

چه ما رسول الله صلی الله عليه وسلم په عرفات کې داسې په دعا وليدلو چې دواړه لاسونه يې د سينی سره خواره کړي وو او داسې دعا غوښتله لکه چه يو وږي مسکين په عاجزی سره د چانه  يوه لمړی ډوډی غواړي او هغوی صلی عليه وسلم  د امت د بخښنی لپاره دعا کوله .

۲- په صفا او مروی کې دوعا :
صفا ته د ختلو په وخت کې قبلې ته مخامخ کيدل ، الله اکبر ويل او بيا دا دعا ويل : [لا إله إلا الله وحده لا شريك له . له الملك وله الحمد وهو على كل شيء قدير] او يا دا دعا [لا إله إلا الله وحده، أنجز وعده، ونصر عبده، وهزم الأحزاب وحده]  دعا دری ځله تکرارول او بيا چې کله مروی ته کوز شي همدا دعا لکه څنګه چې په صفا کې ويل کيږي لوستل (رواه المسلم 1218) .

۳- د جمرو په وخت کې دعا :

کله به چې رسول الله صلی الله عليه وسلم  د يو څلې د جمرو ويشتلو نه فارغ شو بيا به قبله ته مخامخ خپل لاسونه به يې پورته کول او دعا به يې کوله او بيا به یې د بل څلې په ويشتلو بيل کولو او بيا به يې دعا کوله (البخاری  1752) .

۴- په مشعرالحرام او د کعبې شريفې د دننه په هر ځای دعا کول :

مشعر الحرام او بيتې شريفې هر ځای چې وي دعا کول مستحب دي ، جابر رضی الله عنه وايي : چې کله رسول مشعر الحرام ورسيدو مخ به يې قبلې ته کړ ، دعا به يې کوله ، تکبير او تهليل (لومړی کلمه ) او د توحيد کلمه به يې لوستله ، همدارنګه اسامه بن زيد رضی الله عنه وايي : چې رسول الله صلی الله عليه وسلم د کعبې داخل هر ځای دعا کوله .

لحديث جابر رضي الله عنه أيضا وفيه: “… ثم ركب القصواء حتى أتى المشعر الحرام فاستقبل القبلة فدعاه وكبره وهلله ووحده فلم يزل واقفا حتى أسفر جدا” [رواه مسلم].
عن أسامة بن زيد رضي الله عنه: أن النبي صلى الله عليه وسلم لما دخل البيت دعا في نواحيه كلها [رواه مسلم].

د ملتزم دعا :

د حجرالاسود او کعبې تر دوازې پورې چې څومره حصه ده دغه ته ملتزم وايي او په دې حصه کې د دعا کول مستحب دي ، په دې موقع کوم خاص دعا نه ويل کيږي ځنګه دعا چې حاجي خوښه وي هغه دې وکړي ، ځنو فقهې کتابونه د ملتزم دغه دعا نقل کړی ده : يا واحد ! يا ماجد ! لا تزل عني نعمة أنعمت بها علي إلا رأيته (ددې اسناد ضعيف ) .

همدارنګه د حجرالاسود او رکن يماني ترمينځ دا دعا ويل کيږي : (ربنا آتنا في الدنيا حسنة ، وفي الآخرة حسنة ، وقنا عذاب النار) ، رواه أحمد في “المسند” (3/411) وصححه ابن حبان (9/134).

د ميزاب رحمت (د کعبې شريفې د ناوې لاندې ) دعا :

په دې ځای کې هم دعا کول مستحب دي ، کوم خاص دعا نشته ، حاجې په اخلاص سره پخپله خوښه د دنيا او آخرت د ښيګنو دعا کوي .

د زمزم د ابو دعا :

د زمزم د ابو څښلو دا دعا ده : اللهم أسألك علمًا نافعًا و رزقًا واسعًا وشفاءً من كل داء (ای الله زه ستا نه علم نافع ،رزق واسع او د ټولو امراضو شفاء غواړم ) .(المستدرک الحاکم )

دغه پورته څو مختصرې دعاګانې له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه په صحي رواياتو ثابتې شوې دي او د هغه لوستل مستحب دي .

نورې چې کومې دعاوې په کتابونو کې ذکر شوې دي اکثريت يې اصل نه لري د دهغه دعاوو د زده کولو پر ځای دې د حج احکام زده کړي په هغه باندې دې خپل وخت نه ضايع کوي

والله اعلم

دعوت نیوز در شبکه های اجتماعی

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.