پوښتنه
م . ا . ع . په نوم یوه مېرمن وایي چې : زه حجاب نه اغوندم ، نو ایا الله (ﷻ) زما لمونځونه او روژې قبلوي او که نه ؟
ځواب
د مسلمانې ښځې لپاره شرعي لباس اود حجاب اغوستل د الله (ﷻ)دا سې یو امر دی چې په ځای کول یې فرض دي ، اوښځی ته دا حرام دي چې نامحرم سړی د هغې د بدن هغه اندامونه و ویني چې پټول یې فرض دي ،او شرعي جامې بیا دې ته وا يي چې له لاسونو او مخ پرته یې نور ټول بدن په دا سې توګه سره پټ کړی وي چې ځان یې نه ښکاری دامانا چی جامی یې ډېرې نازکې او تنګې نه وی تر څو د بدن اندامونه ښکاره او توصیف نشي .
د شریعت د بیلا بیلو احکامو او فرایضو د ځینو په ادا کولو سره بیا د نورو له ادا کولو څخه استغنا او بې پروایي نه شې را تللي ؛ د بیلګی په توګه که څوک نمونځ ادا کړي نو دا د روژې پرېښودلو ته لاره نه اواره وي ، او که څوک نمونځ او روژه ادا کړي نو په دې سره د شرعي لباس یا جامو پرېښودلو ته بهانه نشي جوړېدلی .
او هغه مسلمانه ښځه چې روژه نیسي او نمونځ هم ادا کوي خو په هغه شرعي حجاب پابنده نه وي کوم چې خدای تعالی فرض ګرځولی دی دا په حقیقت کې د روژې او نمانځه په ادا کولو سره نیک کاره بلل کېږي او د حجاب په نه کولو سره ګنهګاره بلل کېږي ، اما د قبلېدلو او نه قبلېدلو خبره له خدای (ﷻ) سره ده ، خو دا چې مسلمان په دې مکلف دي چې تل په خپل مولا (ﷻ) باندې نېک ګمان و لري که څه هم ګنهګار وي او باید په دې پوه شي چې الهي وعده او رحمت داسې ده چې حسنات یا نېکي بد کارونه له منځه وړي ، او د دې عکس یې نه دي ویلي چې بدي نېکي له منځه یوسي ، او پکار ده چې له خپل بادار سره یوه نوي سپینه پاڼه پرانیزی چې په هغې کې له خپلو ټولو ګناهونو او بدو اعمالو څخه توبه و باسي ، د روژې دا مبارکه میاشت د هغو نېکو اعمالو پیل و ګرځوي چې د هغې په وسیله خپل خدای (ﷻ) ته ځان و رسوي او هغه له ځان څخه راضي او خوښ و ګرزوي ، او هغه مسلمانه ښځه چې الله (ﷻ) ور ته د نمانځه او روژې د ادا کولو توفیق ور کړی وي پکار ده چې د خپل خالق شکر ادا کړي او خپل هغه واجبات او فرائض هم شروع کړي چې تر اوسه یې پرې یښي دي ؛ ځکه چې د نیکیو د قبولېدلو یوه علامه هم دا ده چې له هغې نه وروسته بلې نېکي یا حسنې ته توفیق و مومي .
والله سبحانه وتعالی أعلم