د امریکا د زړه ناروغیو د ټولنې ژورنال : هغه نوشابه چې انرژي ولري د زړه ضربان زیاتوي . د وینې فشار لوړوي او آخره خبره یې د زړه حمله ده . عمده دلیل دا دی چې په دغو کې کافیین زیات دي . دغه راز په دوامدار ډول یې استعمال کولای شي انسان ته اضطراب ، تشویش ، بې خوبي ، د هاضمې ستونزې او په بدن کې د مایعاتو کموالی پیدا کړي .
د مایو کلینیک تحقیق : که یو انسان په متوسط شکل هم له انرژیو استفاده وکړي ، بیا هم په ده کې د سټرېس او تشویش هورمون قوي کېدای شي .
د امریکا د پوځ تحقیق : که یو څوک په یوه ورځ کې دوه بوتله انرژي وڅښي ، دی به په رواني ناروغیو او د غوصې په عدم کنټرول ستونزې باندې اخته شي . په یو نیم بوتل انرژۍ کې له ۵۴ تر ۶۲ ګرامه اضافي قند موجود دی چې دا په یوه ورځ کې د یوه سالم انسان له پاره نه توصیه کېږي . د دغو انرژیو زیات څښل به وروسته انسان په ” دیابت یا شکر ” ناروغۍ اخته کړي.