دماشومانو دپتنګ [ كاغذ باد ، ګوډى ] لوبه څه حکم لرې

 دماشومانو دپتنګ [ كاغذ باد ، ګوډى ] لوبه څه حکم لرې؟
مسئله :  دماشومانو  دپتنګ  [ كاغذ باد ، ګوډى ]  په  لوبه كي  دزياتو مفاسدوله امله دعدم جوازحکم  دي   دبيلګي  په  ډول  يې  څومفاسد  دادي  :
۱  –  په  دغه لوبه كي  دانهماك له امله  له ډيرو ديني امورو څخه غفلت  راځي    لكه پيغمبرصلي الله عليه وسلم څخه  چي نقل شوي چې دكوترو الوزونكو ته یې شيطان  ويلې ، اوهغه  وعيدونه چي په حديثوكي  ذكر شوي  هغه   دي لوبي ته هم متوجه دي  .
۲-  دغه لوبه اوس دقمار كولو يو سبب   وي  ډير هلكان په دي  ګناه  اخته كيږي
۳ –   زياتره  دغه لوبه  دبامو نو  اوكورونو دسرونو څخه سرته  رسيږي  يعني  له  بامونو څخه الوزول كيږي   چې خلکوته له ضررسره دماشومانودلویدلواوایله کیدوخطرهم لري :
۴  په  دغه لوبه كي  ناجائزه مسابقه وي    .  احسن الفتاوى   ۸ \ ۱۷۶  ملخصا
اوکه وړاندينې  مفاسد ورپکښې نه وي نوبیاجائز ده ؛والله  تعالی اعلم
دعوت نیوز در شبکه های اجتماعی

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.