دماشومانو دپتنګ [ كاغذ باد ، ګوډى ] لوبه څه حکم لرې؟
مسئله : دماشومانو دپتنګ [ كاغذ باد ، ګوډى ] په لوبه كي دزياتو مفاسدوله امله دعدم جوازحکم دي دبيلګي په ډول يې څومفاسد دادي :
۱ – په دغه لوبه كي دانهماك له امله له ډيرو ديني امورو څخه غفلت راځي لكه پيغمبرصلي الله عليه وسلم څخه چي نقل شوي چې دكوترو الوزونكو ته یې شيطان ويلې ، اوهغه وعيدونه چي په حديثوكي ذكر شوي هغه دي لوبي ته هم متوجه دي .
۲- دغه لوبه اوس دقمار كولو يو سبب وي ډير هلكان په دي ګناه اخته كيږي
۳ – زياتره دغه لوبه دبامو نو اوكورونو دسرونو څخه سرته رسيږي يعني له بامونو څخه الوزول كيږي چې خلکوته له ضررسره دماشومانودلویدلواوایله کیدوخطرهم لري :
۴ په دغه لوبه كي ناجائزه مسابقه وي . احسن الفتاوى ۸ \ ۱۷۶ ملخصا
اوکه وړاندينې مفاسد ورپکښې نه وي نوبیاجائز ده ؛والله تعالی اعلم