پوښتنه : كه يوسړى دماخوستن لمونځ په دوه يادرې بجې له خوب وروسته اداء كوي نوشرعا څنګه دى ؟
ځواب: په حديث شريف كې راغلي دي چې نبي كريم r به دماخوستن دلمانځه څخه مخكې ويده كيدل مكروه ګڼل ،اودفقهې په كتابونوكې په ډاګه بيان شويدي چې دنيمي شپي څخه وروسته دماخوستن لمونځ كول مكروه دي نوددې سړي داطريقه ښه نه ده بلكې ددې عادت ګرځول مكروه اومنع دي بهتره داده چې دماخوستن لمونځ دې د ويده كيدلو څخه مخكې اداء كړاى شي (1) .
(1) ويستحب تعجيل المغرب الخ وتاخيرالعشاء الى ماقبل ثلث الليل الخ والتاخير الى نصف الليل مباح لان دليل الكراهة وهوتقليل الجماعة عارضه دليل الندب وهو قطع السمر بواحد فيثبت الاباحة الى النصف والى النصف الا خير مكروه ( هدايه باب المواقيت ج۱ ص ۷۹ ) وتاخيرها الى مابعده اى بعد نصف الليل الى طلوع الفجر مكروه اذا كان بغير عذر الخ امااذا كان بعذر فالضرورات تبيح المحذورات ( غنية المستملى ص ۲۲۳ )