دغورا خلکو غوره وينا  

  1. څوك چي دالله(ج) درضا لپاره تواضع او عاجزي وكړي، الله(ج) به يي سرلوړى او عزتمند كړي

كوم قوم چي په قرآن شريف عمل وكړ الله(ج) به يې سرلوړى كړي او كوم قوم چي عمل نه په كوي هغوى به ذليل او سپك وي

پهلوان او بهادور هغه نه دى چي پربل چاحمله وكړي بلكه په حقيقت كي پهلوان هغه څوك دى چي د غصې ا وغضب په حالت كي ځان په كابو كي وساتي

كومه ښځه چي په داسي حال كي ومري چي خپل خاوند ترې راضي او خوښ وي هغه جنتي ده

دنيا دمؤمن لپاره دزندان په شان ده او دكافر لپاره دجنت

الله (ج)ستاسو شكل او مال ته نه ګوري بلكه ستاسو زړونو او عملونو ته ګوري

هغه څوك زموږ له ډلې څخه نه دى چي پر كوچنيانو شفقت نه كوي

قهر او غصه دشيطاني اثر نتيجه ده، شيطان له اور څخه پيدا سوى دى او اور په اوبو سره له منځه وړل كيږي نو چا ته چي درد يعني غصه ورسي هغه دي خپله غصه د اوداسه په كولو سره ختمه كړي

ايمانداره او او رشتيا ويونكى تجار به دقيامت په ورځ دانبياوو او شهيدانو سره راپورته كيږي,

ديوه مسلمان پربل مسلمان باندي پنځه حقونه دي

…۴- دمسلمان ورور دعوت قبلول ۳- دمسلمان ورور له جنازې سره تلل ۵- دپرنجي (تريچي) په وخت كي يرحمك الله ويل,الحدیث, ۱- دسلام جواب وركول په ښه شان ۲- دناروغ پوښتنه كول

– نېک او شريف انسان دعلم په واسطه متواضع ګرځي او شرير انسان متکبر
۳ – دعلم له کبله هيچا هم دخدايي دعوه نه ده کړې، خو د مال او دولت له کبله ډېرو کسانو کړې ده, ۲ – علم دپيغمبرانو ميراث دی او مال د کفارو لکه فرعون او قارون

‘پرچاچي نصيحت اثرنه کوي دهغه زړه له ايمان څخه خالي دی

ابوبکر صديق رضی الله عنه,

الله(ج) واحد او لاشريک ګڼل، په ژبه اقرار کول او د شريعت دحکمونو فرمانبرداري کول دکامل ايمان نوم دی

عمر فارق رضی الله عنه,

د رښتني ايمان نښه داده چي دخطر اويري په حالت کي دحق خبره وکړي,

علي رضی الله عنهم

داسلام دغربت زمانه هغه ده چي د دين عالمان د دنيا عاشقان شي

دعوت نیوز در شبکه های اجتماعی

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.