دا ماشوم له خوراک کولو ډارېږي!!!

نوراحمد عايل
يو څلورکلن انگرېز ماشوم دومره له اوبو او خوړو څخه ډارېږي چې په ټولو څلورو کلنو کې يې هېڅ شى نه خوړلي او نه څکلي دي.
د ډاکټرانو په وينا ډانيل هريسن څلور کلن ماشوم دى، چې د زېږون له وخته راپه دې خوا د معدې له غبرگون( رفليکس) او په رواني ناروغي (اوتيسم) باندې اخته شوى دى.
دا چې د همدې ناروغيو له امله به يې ،چې هر څه خوړل بيرته را گرځول نو يو دم يې له خوراک خوړلو څخه کرکه راغله او نور به يې چې مور او پلار هرڅه ورکول نه به يې خوړل.
د خوړو خوړلو له سختې او ستونزمنې خاطرې وروسته ،بېچاره ماشوم په ټوليز ډول د خوړو له خوراک څخه لاس واخيستل ، او اوس يوازې ديوه کوچني پايپ په وسيله ،چې ددۀ له معدې سره وصل دى د خپل ژوند د بقا لپاره اړين خوراکي مواد اخلي

منبع:استاد روهی

دعوت نیوز در شبکه های اجتماعی

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.