د جاذبوي بند تعریف:
جاذبوي بند هغه بند ته ویل کیږي چې د وارده بارونو په مقابل کې د خپل قوي او دروند جسامت له کبله مقاومت کوي یعنې لکه له نوم څخه یې چې څرګندیږي دغه بند جاذبوي عمل کوي ، د جابوي بند ښه مثال د سنګ کاری بند (Stone Masonry Dam) او د ساده کانکریټو (PCC or Mass Concrete Dam) بندونه دي یعنې په جاذبوي بندونونو کې سیخګول نه کارول کیږي او وي هم نو کوچنی اندازه.
د جاذبوي بند ګټې :
1- جاذبوي بند قوي ، مقاوم او دوامداره وي
2- د منځنی پلنوالی درو د پاره جاذبوي بند ډیر مناسب دي او همدارنګه هغه سیمې چې تیز میل لري ځکه په تیز میل لرونکې سیمه کې خاورین بند ښوییږي
3- کولای شو جاذبوي بند په ډیر غټ لوړوالی سره جوړ کړو البته په هغه صورت کې چې ښه او پایدار ډبرین تهداب شتون ولري
4- هغه بندونه چې د سر له لارې سر ریزه پرچاوه (Overflow Spillway) باید ورکړل شي نو جاذبوي بند یې ښه او منل شوي بدیل دی
5- د جاذبوي بند د څارنې او ساتنې (Maintenance Cost) قیمت او لګښت ډیره کښته دی
6- جاذبوي بند ناګهان او آني شکست نکوي او نه تخریبیږي او ورو ورو د خطر خواته نږدې کیږې چې پدې صورت کې کې ملکیتونو او ژوند د مصونیت د پاره یو ښه پیشخبري او خبرداری دی.
7- جاذبوي بند کیدای چې د سیمې د اړوند اقلیمونه په ټولو وختونو کې جوړ شي.
د جاذبوي بند نیمګړتیاوې :
سره لدې چې جاذبوي بند ډیرې ښیګنې او ګټې لري مګر سر بیره پردې یو څه نمیګړتیاوې هم لري چې لاندې ورته اشاره کوو.
1- په هغه صورت کې چې اړتیاوي جاذبوي بند په ډیر لوړوالی سره جوړ شي نو پدې صورت کې د یوه ښه او پایداره ډبرین تهداب شتون او موجودیت حتمي دی یعنې تر تهداب لاندې مواد باید ډبرین او ښه قوي وي
2- د جاذبوي بند لومړنی لګښت د خاورین بند په پرتله ډیر دی
3- د جاذبوي بند رغونه د خاورین بند په پرتله ډیر وخت نیسي
4- د جاذبوي بند رغونه د خاورین بند په پرتله ډیرو ماهرو ګارګرانو ته اړتیا لري