ایفون ۱۶ پرومکس

د اپل نړیوال شرکت د دوشنبې پر ورځ، سپټمبر ۹مه خپل نوی ای‌فون ۱۶ بازار ته وړاندې کړ.

رویټرز خبري اژانس د یاد شرکت د چارواکو له قوله راپور ورکړی چې نوی ای‌فون به د پخوانیو هغو په پرتله ځانګړې وي، سکرېن بڼه یې، د مخکنیو ای‌فون موبایلونو په پرتله پراخه او لویه ده.

اپل به د ای‌فون‌۱۶ ترڅنګ ای‌فون‌۱۶ پرومکس، ای‌فون‌۱۶ پلس او ای‌فون‌۱۶ پرو یوځای بازار ته په نویو رنګونو سره وړاندې کړي.

تراوسه د ای‌فون‌۱۶ بیو په اړه څه نه‌دي ویل شوي، خو ځینو رسنیو د یادو موبایلونو بیې، له ۸۰۰ ډالرو تر ۱۲۰۰ ډالرو یادې کړې دي.

دعوت نیوز در شبکه های اجتماعی

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.