۳۶۰خبرې/ دوه پنځوسمه برخه

امین وردګ

Flower Icon PNG, Vector, PSD, and Clipart With Transparent Background for Free Download | PngtreeFlower Icon PNG, Vector, PSD, and Clipart With Transparent Background for Free Download | PngtreeFlower Icon PNG, Vector, PSD, and Clipart With Transparent Background for Free Download | PngtreeFlower Icon PNG, Vector, PSD, and Clipart With Transparent Background for Free Download | PngtreeFlower Icon PNG, Vector, PSD, and Clipart With Transparent Background for Free Download | Pngtree

بې ځایه مصرف

۲۵۶مه خبره- پیسې داسې مه مصرفوئ چې یوزر او پنځوس افغانۍ مو د یوې او نیمکې (۵/۱) ځای هم نۀ نیسي! بلکې داسې یې مصرف کړئ چې لس افغانۍ مو د اوو زرو  (۷۰۰۰) افغانیو ځای و نیسي. خدای خبر چې سم پوه شوئ کهٔ نه؟

د تاریاکو عشر

۲۵۷مه خبره- پۀ دوکانونو کې ټول بند شیان آزاد خرڅیږي او قانوني یې بولي خو چې لږ هاخوا ته شې نو پولیس یې درنه اخلي، جریمه کوي او بندي کوي دې.

کۀ ورته ووایې چې وا وروره!  ولې یې عام تجارت نۀ بندوئ؟ ولې مالیه ترې اخلئ؟ آیا تاسو پهٔ دې نۀ پوهېږئ چې هغوی یې پر عامو خلکو پلوري؟ دوی وایي چې ملایانو ولې پۀ تاریاکو کې عشر اخیست او استعمال یې حرام بالهٔ؟ آیا هغوی نۀ پوهېدل چې عام خلک یې اخلي او څکوي یې؟ منې چې ښۀ وایي! له ماسره خو یې ځواب نشته، کهٔ یې تاسو ځواب لرئ ور یې کړئ!

د قدرت مېلمانۀ

۲۵۸مه خبره- پوښتنه یې رانه وکړه چې امین صاحب! زما مېلمانۀ ولې زیات دي او د ورڼو مې کم؟ حال دا چې ټول د یوهٔ پلار زمن هم یو! ما ورته وویل چې تهٔ قدرت او ثروت لرې اما وروڼه یې دې نهٔ لري! دۀ ته زما دې خبرې چندان خوند ور نهٔ کړ (ځکه چې د توقع خلاف یې وه او صفت یې هم پکې و نهٔ شو پکې؛ دهٔ غریب ته خو هر ځای کې ځان لږ لوړ او غوړ غوندې ښکاري!) نو یې بد بد راته وکتل! ما پهٔ همدغې مقطع زماني کې (چې کله پر دهٔ اور بل شو!) ورته وویل چې تۀ نۀ یې ګرم، بلکې کار پۀ خلکو کې دی ځکه چې دوی زیاتره د زمانې زمن دي؛ سبا چې بې دندې او مسکین شې نو قسم اخلم کۀ خو بیا هغه سنت سلام لا پهٔ اخلاص درواچوي! دا خو دې پر ځای وي چې پوښتنې ته بهٔ دې درځي او یا بهٔ کارتونه او تحفې در ځغلوي او یا دا چې کارونه بهٔ دې مخته وړي! هېڅ مزه یې ور نهٔ کړه او راته ویې ویل چې امین صاحب دا ستا خپل فکر دی! ما ورغبرګه کړه چې بلې! دا بلکل زما خپل فکر دی او تا هم زما خپل فکري محصول وغوښت او ما هم څهٔ درنه پټ نهٔ کړل، کهٔ څهٔ هم چې ستا د تمې خلاف وو خو بیا هم درته وایم چې وخت بهٔ دا هرڅهٔ ثابت کړي ان شاءالله خو تهٔ فقط زما خبرې مه هېروه.

له چا سره ښهٔ د بدل پهٔ تمه، مه کوئ

۲۵۹مه خبره- له چا سره ښۀ (له هغۀ څخه) د بدل پۀ تمه، مه کوئ! ځکه چې زیاتره وخت ستاسو د ښو بدل بل څوک درکوي نهٔ خپله هغه کس چې تاسو ښهٔ ورسره کوئ! خدای خبر چې پوه شوئ کهٔ نه؟.

لېونی

۲۶۰مه خبره- هغه چې پۀ ټولنه کې له مستانو سره نۀ ګرځي لېونی بلل کیږي.

دعوت نیوز در شبکه های اجتماعی

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.