امین وردګ
تیارۀ شپه او روڼ سهار
۲۳۶مه خبره- کله مو دغې نکتې ته پام شوی کهٔ نه چې کومه شپه ډېره تیارۀ شي نو د هغې سهار ځلاند وي؟
د بل سپکه
۲۳۷مه خبره- څوک چې د بل سپکه درته وایې ځان ترې ټول کړه، ځکه چې دغه بدبخت همغه دی، کوم چې تا سپکوي.
صادق کهٔ بې ادبه انسان؟
۲۳۸مه خبره- هغه چې تاته هر هر څۀ مخامخ وایي صادق نۀ دی بې ادبه دی، مخلص نۀ دی بې شرمه دی، اخلاق نۀ لري لوچک دی.
د ډار مخه
۲۳۹مه خبره- د ډار مخه پۀ ډار نۀ نیول کیږي بلکې جرئت او جسارت غواړي چې دا دواړه د شجاعت بازوګان دي.
دښمن ته شا اړول
۲۴۰مه خبره- دښمن ته شا اړول ستا زړۀ ماتوي او پۀ مقابل کې یې درېدل د هغۀ زړۀ خو هغه چې وايي ((گذشت خصلت مردان است)) د هغې مقولې ځای دلته نهٔ دی.