السلام علیکم ورحمة الله پوښتنه می پدې توګه ده چې که یو کس خپلې ښځې ته په یوه کوټه کی دوه ځلی واضح د طلاق لفظ استعمال کړي لکه ووایي چې ته په ما طلاقه یې او بیا څو دقیقې ورسته په همغه کوټه کی خپل ځای بدل کړي او بیا همدا الفاظ دوه ځلې بیا استعمال کړي پداسې حال کې چې د طلاق نه څو ورځې ورسته رجوع هم شوې څه حکم لري او د حل لاره یي څه ده؟
ځواب: مولوي مجيب الرحمن عاصم
وعليكم السلام ورحمت الله وبركاته! د فقهاؤ په نظر د مجلس د تغییر په اړه دا دی چې د مجلس تغییر دا دی چې د طلاق اړوند خبره بدله شي او یا له یو کوټې څخه بلې کوټې ته ووځي یا دهلیز ته ووځي، البته دا د هغو کسانو په نزد چې په یوه مجلس کې هرڅومره طلاقونه یو طلاق حسابوي لکه امام ابن تیمیمه او ځينې نور علماء خو جمهور علماء په یوه مجلس کې دوه طلاقه دوه او درې درې حسابوي. اوس راځو دې چې یو کس له مشکل نه خلاص شي، د امام ابن تیمیمه په مذهب هم عمل کولای شي، خو دا کار د محکمې دی چې هغه په دې مذهب حکم وکړي نه دا چې مفتي فتوا ورکړي او څوک ورباندې عمل وکړي بلکې د محکمې حکم ضرور دی، ځکه د طلاق مسئله جدي مسئله ده. له دې مقدمې وروسته راځو موجوده مسئلې ته. که چېرې له دې طلاق څخه مخکې دوه طلاقه ورکړل شوي وي او نکاح او رجوع شوي وي نو دا طلاق په هر صورت درېیم طلاق دی او ښځه ترې په طلاق ثلاثه یا طلاق مغلظ خلاصه شوې او تر هغه ورته روا نه ده چې له بل چا سره نکاح ونکړي او هغه یا طلاقه کړي او یا ترې مړ شي. که مخکې یې یو طلاق ورکړي وي او بیا یې رجوع کړي وي، نو بیا په دغه مجلس دغه دوه طلاقونه څېړو، که چېرې مجلس تغییر شوي وي چې د مجلس تغییر دا دی چې په یو کوټه کې هم وي یو طلاق ورکړي او بیا د طلاق خبره بدله شي او په بله خبره کې بحث شروع شي او بیا طلاق ورکړي نو مجلس تغییر شوی او دوه طلاقه حسابیږي او یا دا چې د طلاق بحث روان وي او سړی له کوټې ووځي او بیا راننوځي او بیا بل طلاق ورکړي نو دا هم دوهم طلاق حسابېږي نو په دې صورت کې هم درې طلاقونه پوره شوي او ښځه په دریو طلاقونو طلاقه شوي او که مجلس تغییر شوی نه وي نو دا دوه طلاقونه د امام ابن تیمیه په مذهب یو طلاق حسابيږي په دې معنا چې د طلاق خبره او بحث روان وي او سړی یوازې د کوټې په داخل کې خپل ځای بدل کړي وي، بحث نه وي تغییر شوی او نه هم سړی له کوټې وتلی وي نو دا یو طلاق حسابېږي، که چېرې مخکې طلاق چې رجوع پکې شوې ده یو وي نو دا دوهم حسابېږي نو ښځه په باین طلاق طلاقه شوې نو په دې صورت کې د نکاح په تجدید سره کولای شي چې رجوع ورته وکړي
والله اعلم
کابل – افغانستان