سپل وې (Spillway) د څه لپاره کارول کیږي؟
ليکنه: انجنیر فضل الحق مومند
سپل وې (Spillway) هغه جوړښتونه چې د بند یوه برخه جوړوي، یا یوازې د یو بند تر څنګ موندل کیږي.
او ددې لپاره کارول کېږي چې د سيلاب اوبه د يوې زيرمې څخه په خوندي توګه، په کنترول شوې طريقې، د بند لپاسه تيرې کړي.
سپل وې ډاډ راکوي چې اوبه د جوړښت هغې برخې ته زيان نه رسوي چې د اوبو رسولو لپاره ډيزاين شوي نه دي.