د فِـنلنډ او جرمني ساینسپوهانو یو نوی مواد جوړ کړی چي د انسان د پوست په څېر عمل کوي، دا مواد هم کلک دي او هم انعطاف لري، او که پرې سي او یا زیان وویني، کولای سي پخپله بېرته جوړ سي.
دا مصنوعي پوست له ډېر وړو ذرو او ځانګړو کیمیاوي شبکو جوړ سوی، چي هم د کش کېدو توان لري او هم د ټپ په صورت کې ژر رغېږي، د ازموینو له مخي، که دا مواد پرې سي، نو په څو ساعتونو کي یې ډېره برخه بېرته رغېږي او په یوه شپه ـ ورځ کي لکه د پخوا په شان سالم کېږي.
ددې نوي مادې اهمیت دادی چي په راتلونکي کي به د طب په برخه کې د زخمونو داسي پټۍ او مصنوعي پوستونه ترې جوړ سي چي د انسان د بدن په شان پخپله ترمیمېږي، همدارنګه به په روبوټونو، اغوستونکو وسایلو او هوښیارو ټکنالوژیو کي داسې مواد وکارول سي چي نرم، حس لرونکي او انساني بڼه ولري، حتی د درملو د رسولو سیستمونه هم کولای سي ددې مادې ګټه واخلي، ځکه دا مواد د بدن له حالاتو سره سم غبرګون ښيي.
دا پرمختګ ښيي چي ساینس ورځ تر بلې د ژوندیو انساجو او ټکنالوژۍ ترمنځ واټن راکموي، او د داسي وسایلو پر لور روان دی چي د انسان په شان احساس کوي، رغېږي او کار کوي.