امین وردګ
دواړه په رودغاړه کې تر شنو ونو لاندې ناست وو او د مایانو سيل یې کولو ، ورو یې د ملګري پر اوږه لاس ور کېښود او ورته ویې ویل : هلکه نن خو دې په باغ کې نه وې ! خیر خو به ؤ ؟ چېرې تللی وې که څنګه ؟
ـ نه بابا ! چېرې به سړی (په دې بې خرڅیو کې) لاړ شي ؛ نن مې نوکري وه.
ـ د څه شي نوکري ؟ ته خو څه د دولت مامور نه یې !
ـ نه زوروره ! د کور نوکري درته یادوم.
ـ ولې ؟ کور کې دې لکچې څوک نشته ؟
ـ نه کنه ! هغوی ټول زما د اوښي کره تللي ، د هغه د زوی ختمانه وه ، نن سبا خو ښځې هم قاري صاحبانو ته جامې او ګلونه ور وړي.
ـ ښه ښه ؛ نو ورته مبارک دې وي ! خو ته به هم ورسره تللی وې کنه ؛ کور خو دې چا نه په شا کاوه !
ـ هې ملګریه ! نن سبا په هېچا باور نشته.
ـ نو څه سره اوسپين لرې چې څوک به یې درنه غلا کړي.
ـ یره ملګریه ! که ريښتیا درته ووایم ؛ هغه بله ورځ مې (له ناچارې ورځې) یوه ټوټه ځمکه خرڅه کړه ، بیا مې فکر وکړ چې که پيسې بانګ ته یوسم هسې نه چې په لارو یې غله رانه ووهي او یا یې ورکې کړم ، نو ښه مې دا وبلله ؛ چې په کور کې یې راسره وساتم ، اوس خو چاپې ماپې نشته او غله هم دومره جرئت نشي کولای چې د چا کور ته ور واوړي ، ځکه چې حکومت مو خپل او اسلامي دی الحمدلله! نو مې ځکه پیسې کور کې راسره کېښودې.
ـ وا ظالمه ! په کور کې پیسې ساتل هر وخت خطر لري ، ځکه چې غله په هر نظام کې وي او بله دا چې : اوسني غله خو ګوره کورو ته ور اوړي نه ! بلکې پر دروازو ورځي ! مطلب نن خپل خلک له سړي غلا کوي ، نه پردي ؛ ملګري ، خپلوان او ګاونډيان سړي ته غله شي.
ـ نه لېونیه ! داسې ځای مې اېښې دي چې د غله د پلار لا والله که ورپام شي.
ـ څه ساده سړی يې ! اوسني غله دومره ماهر دي چې د سیف او تجرۍ دروازې لا خلاصولای شي ، وار خو د المارۍ او صندوق شو.
ـ نه کنه ! له تا سره اوس هم همغه پخوانی فکر دی ! زه دومره کمعقل نه یم چې پیسې په المارۍ ، یا صندوق کې کېږدم ؛ ما په دېوال کې ځای ورته جوړ کړی ، په دېوال کې !!!
ـ ښه ښه ! یره بلا سړی يې والله ؛ مګر دغه کار خو یو وخت ما هم کړی ؤ ، خو لارې ته یې بیا په چورت کې شوم ! چې هر څه مې وکړل ، چل یې رانغی ، نو بېرته مې پیسې را واخیستې او سوری مې بند کړ.
ـ درته وایم چې ساده دین یې ! داسې وکړه چې د المارۍ په لاندينۍ برخه کې ځای ورته جوړ کړه ، بیا تخته پسې ور کېږده ، پېریان یې لانشي پيدا کولای.
ـ څه وایې ! مګر دا خو بیا غل آسانه پیدا کوي.
ـ نه سړیه ! زه یې دا یو کال اېږدم ، منې که د مچ لا ورته پام وي ، ته خو غل ښيې.
ـ سړي جیب ته لاس کړ ، تلیفون یې را وکښه او وايي : اوه! اوس را یاد شو والله ! هغه ماشوم مې سخت مریض ؤ ، بښنه غواړم زه به یې یو ځل له مور څخه پوښتنه وکړم چې تبه خو به نه وي پرې راغلې ؟
ـ څه خبره نده ، ورته ویې کړه ، خدای به خیر کړي.
توووت… زنګ یې وواهه : بلې ! څرنګه یې د ماشومانو مورې ؟ خیریت خو به وي ؟ هغه ماشوم اوس څرنګه دی ؟
سړي ورو ورو قدمونه واخیستل او لږ ها خواته روان شو ، کله چې بېرته راغی نو ملګري یې پوښتنه ترې وکړه : څرنګه ؤ وراره مې؟
ـ خیر یوسې ! ویل یې چې اوس خو یو څه ښه دی او تبه یې نشته.
ـ ښه نو ستا کورنۍ به البته سبا راځي؟
ـ نه بله ورځ ! د دوو شپو اجازه مې ورته کړې ده.
ښه ښه ! نو راځه نن زما مېلمه شه ؛ داسې ديګ… په دغه وخت کې ترنګ شو زنګ راغی او د ده خبرې یې ورپرې کړې : بلې ! هو آورم څه وایې؟ دا خو ډېر بد کار شوی والله ! بس نو ((د غریب سړي په حلوا کې غاښ پاتې وي)) ته غم مه کوه ، زه همدا اوس له ده سره ناست یم ، ورته وایم او درلېږم یې ان شاءالله.
ـ څه خبره وه ؟
ـ فکر کوم ستاسو پر باغ کوم ظالم اوبه ور اړولي دي.
ـ څه وایې ! زموږ پر باغ ؟ باغ خو مې سهار اوبه کړ.
ـ ماته ښکاري چې دا ناولی کار ستا د همغه بریدګډ ګاونډي دی چې هره ورځ بدې او ناسمې خبرې درپسې کوي ! زه چې راتلم هم ستاسو پر شریکه پوله ولاړ ؤ ، ها خوا او دېخوا يې کتل.
ـ هو ! کېدای شي همغه ظالم وي ؛ هغه بله ورځ یې هم پوله وهلې وه.
ـ ځه زه به ورشم ! ته دې کور ته پاتې شه.
ـ نه خیر یوسې ! زه ورځم ، ستا په اجازه.
ـ صبر وکړه ! زه به هم درسره لاړ شم ؟
ـ نه نه مننه کوم ؛ ته صبر چې زه بېلچه راواخلم ، ورځم او اوبه ترې اړووم .
هغه ساده ګل یې باغ ته ولېږه ، دی په منډه منډه خپل کور ته لاړ ، چې مازې د کور له دروازې څخه ننوت ، نو ښځې ته یې نارې کړې : وا ښځې ! زر کوه چې شوړه مې برابره کړې ده.
ـ هی سرخوړلیه ! دا ځل دې بیا د چا کاسې ته ډوډۍ وړه کړې ؟
ـ اوف ښځې ! ته اوس پرېږده دا خبرې ، فقط چادري دې را پرسر کړه چې د ساده دین کور ته ورشو او پيسې راواخلو.
ـ اوف خدایه ! ځه خو ته ورشه نو ما څه کوې .
ـ خیر دی ! ته خو راځه چې دواړه ورشو.
ـ توبه ! زه دې هم له ځان سره غله کړمه سړیه !
ـ هو ريښتیا ! غلا خو د نارینه کار وي ، ځه نو ته مه راځه ، زه به ورشم.
ـ چوپ شه ! (غلا خو د نارینه کار وي) غلا د نارینه کار نه دی ، ستا کار دی.
سړی له کوره و وت ، خو پر لارو د خپلې ښځې همدا خبره له ځان سره بیا بیا تکراروي چې ((غلا د نارینه کار نه دی ستا کار دی ! غلا د نارینه کار نه دی ستا کار دی…))
چې لږ څه نور هم لاړ ، نو د دېوال خوا ته یې تکیه ووهله او ویې ویل : آیا زه اوس نارینه نه یم ؟ بیا یې وویل : آیا زه نشم کولای چې نارینه شم او د نارینه ؤ په څېر کارونه وکړم ؟ په دغه وخت کې يې له شا چا پر اوږه لاس ور کېښود او ورته یې وویل : نه ! تر څو چې غل وې نارینه نه یې ؛ نو که غواړې چې نارینه شې ، له غلا څخه لاس واخله ! پوه شوې ؟
ـ هو پوه شوم ښځې ، بیخي ښه پوه شوم ! قسم پر الله کوم چې څو له ځان څخه نارینه جوړ نه کړم که درنږدې هم شم.