ریاض احمد
د وینی کمښت یا انیمیا انسان په مختلفو ناروغیو کولی شی، خو که ښه او مناسب خوراک کړو، نو د وینې کمښت پوره کولی شو.
د وینې کمښت یا انیمیا په بدن کې د وینې د سرو کرویاتو نشتوالي ته ویل کیږي او د دې کرویات دنده ده چې چې بدن ته اکسیجن ورسوي. په دې ناروغۍ کې د وینې هیموګلوبین کمېږي او هیموګلوبین وینې ته سور رنګ ورکونکي ماده.
که چېرته کوم څوک د وینې په کمښت اخته شي نو اړینه ده چې ژر یې غم وخوړل شي، ځکه چې دا پخپله د ډېرو نورو ناروغیو پیدا کېدو ته لار هواروي او که ښه خواړه استعمال کړو نو ستونزه حلولی شو.
انځیر او کشمش: د انیمیا د درملنې لپاره په کافي اندازه اوسپنه ترلاسه کول خورا اړین وي او انځر او کشمش په اوسپنه بډایه دي. کشمش د شپې لخوا په یوه پیاله اوبو کې واچوئ او سهار دا اوبه وڅښئ او کشمش یې وخورئ، که په منظم ډول دا کار وکړئ نو د وینې کمښت به مو پوره شي.
سور رنګه مېوې: هره هغه میوه چې سور رنګ لري د وینې د کمښت د پوره کولو لپاره جوړه شوې، لکه انار، انګور، مڼه او داسې نور، دا ټولې میوې له اوسپنې بډایه دي او استعمال یې د وینې کمښت پوره کوي.
د سرو او شنو پاڼو لرونکې سبزیجات: لکه څنګه چې سور رنګه مېوې وینه زیاتوي، همداسې سور رنګ سبزیجات هم د وینې کمښت پوره کوي، رومي بانجان، ګازر، چغندر او شمله مرچک په خپل خوراک کې شامل کړئ او شنه سبزیجات هم د وینې د کمښت د مخنیوي لپاره غوره لار ده.
لبنیات: لبنیات په ویټامینونو او منرالونو بډایه دي، دا ټول اړین غذايي مواد لري، چې په هغې کې د اوسپنې او کلسیم یادونه کولی چې د وینې کمښت پوره کوي.