ژباړن: استاد دوکتور خالد منصور هډه وال
تفصيلي مناظروي سوالونه او جوابونه
دويمه حصه
سوال ۵:
جاوېد اختر:
دين د پخواني زمانې پيداوار دی. نن ساينس او عقل هر څه حل کړي، نو انسان ته له دين څه اړتيا ده؟
جواب:
ساينس د مادې او وسيلو علم دی، خو دين د مقصد، اخلاقو او معنا لارښود دی. ساينس انسان ته دا نه شي ويلی چې څه کول پکار دي، بلکې يوازې دا ښيي چې څه ډول کېدای شي.
ساينس وسلې جوړوي، خو دا نه تعينوي چې وسلې به د چا پر ضد وکارول شي. دا کار اخلاق او دين کوي.
قرآن کريم فرمايي:
﴿أَفَحَسِبْتُمْ أَنَّمَا خَلَقْنَاكُمْ عَبَثًا﴾ (المؤمنون: 115)
دين انسان ته د ژوند مقصد، مسؤليت او اخلاقي حدود ټاکي، کوم چې ساينس يې ځای نه شي نيولی.
مناسب اضافه:
ساينس که کافي وائي نو د پرمختللو هېوادونو سره به اخلاقي زوال، ځان وژنې او ذهني ناروغۍ نه زياتېدې.
سوال ۶:
جاوېد اختر:
ولې اسلام د يوې ځانګړې عقيدې دعوه کوي او نور اديان ردوي؟ آيا دا عدم برداشت نه ده؟
جواب:
هر فکري نظام د حق او باطل تر منځ تفريق کوي. که يو څوک ووايي چې ټولې لارې يو شان دي، نو دا خپله يوه عقيده ده.
اسلام د انسان د عزت، عدل او انصاف تعليم ورکوي، خو په عقيده کې مصالحه نه کوي.
قرآن کريم فرمايي:
﴿إِنَّ الدِّينَ عِنْدَ اللَّهِ الْإِسْلَامُ﴾ (آل عمران: 19)
اسلام د همکاري اجازه ورکوي، خو د حق دعوه پرېږدي نه.
مناسب اضافه:
طبيب هم يو صحيح تشخيص وړاندې کوي؛ دا عدم برداشت نه، بلکې مسؤليت دی.
سوال ۷:
جاوېد اختر:
که الله عادل دی، نو بيا په نړۍ کې دومره ظلم، جګړې او مصيبتونه ولې شته؟
جواب:
دا نړۍ د امتحان ځای دی، نه د حساب. ظلم د انسان د غلط اختيار نتيجه ده، نه د الهي عدالت انکار.
قرآن کريم فرمايي:
﴿لِيَبْلُوَكُمْ أَيُّكُمْ أَحْسَنُ عَمَلًا﴾ (الملك: 2)
که ظلم سمدستي ختم شي، نو اختيار او امتحان به بېمعنی شي. الهي عدالت به په آخرت کې بشپړ ښکاره کېږي.
مناسب اضافه:
عدالت هغه وخت بېمعنی کېږي که آخرت ونه منل شي، ځکه ډېر ظالمان دلته له حسابه تښتي.
سوال ۸:
جاوېد اختر:
اسلام ولې د ارتداد (دين پرېښودو) په اړه سخت حکم لري؟ آيا دا د فکر ازادي نه ختموي؟
جواب:
ارتداد يوازې فکري بدلون نه دی، بلکې په اسلامي نظام کې د ټولنيز تړون ماتول دي. دا موضوع د سياسي او ټولنيز امن سره تړاو لري.
اسلام د سوال، فکر او تحقيق دروازې نه دي تړلي، خو قصدي بغاوت او فتنه د ازادۍ په نامه نه شي توجيه کېدای.
قرآن کريم فرمايي:
﴿لَا إِكْرَاهَ فِي الدِّينِ﴾ (البقرة: 256)
د فکر ازادي شته، خو د ټولنې تخريب ته ازادي نه شته.
مناسب اضافه:
هر رياست د خپل اساسي نظام د تخريب پر ضد قوانين لري، که هغه د بيان ازادي تر نامه لاندې وي هم.
سوال ۹:
جاوېد اختر:
دين خلک احساساتي کوي او عقل ترې اخلي. ولې اسلام پر ايمان دومره زور راوړي؟
جواب:
اسلام ړوند تقليد نه غواړي، بلکې شعوري ايمان غواړي. قرآن په سلګونو ځله د فکر، تدبر او تعقل بلنه ورکوي.
قرآن کريم فرمايي:
﴿أَفَلَا تَعْقِلُونَ﴾
﴿أَفَلَا يَتَدَبَّرُونَ﴾
ايمان د عقل تکميل دی، نه د عقل ضد.
مناسب اضافه:
تاريخ ښيي چې ستر علما، مفکرين او ساينسپوهان د دين له لمنې راپورته شوي دي، نه د الحاد له تشې.
دويمي حصه خلاصه
اسلام د عقل، اخلاق او مقصد جامع نظام دی. ساينس، فلسفه او فکر خپل ځای لري، خو د ژوند وروستی معيار نه شي کېدای. هغه اعتراضونه چې د دين پر ضد کېږي، اکثر د دين د ناسم تصور پايله وي.
فإن كان صوابا فمن الله وإن كان خطأ فمني ومن الشيطان والله ورسوله بريئان منه.
که ليکنه درسته او مفيده وي دا د الله سبحانه وتعالی په توفيق او مدد سره او که غلطيانې په کښي موجود وي دا زما کمزورئ ده او ما پري خبر کړي مننه .
يادونه!نورې برخې یې هم له تاسو سره شریکوو.