لیکنه:ډاکټر عنایت الله حکیم زوي
1:د غاښونو منظم حفاظت
د ماشومانو غاښونه باید دوه ځله په ورځ کې پاک شي (د سهار اوشپې ویده کیدو مخکې).
2:د ماشومانو لپاره مناسب نرم برش او د هغوی عمر ته مناسب د غاښونو کریم د ډاکټر په مشوره وکاروئ (د فلورایډ مناسبه اندازه ولري).
3:مناسبه تعذیه او خواړه:
د خوږو خواړو (چاکلیټ، بسکټ، جوس، او سوډا) کارول ورته کم کړئ.
ماشومانو ته تازه مېوې، سبزيجات، شیدې، او مغزي مواد ورکړئ چې د غاښونو لپاره ګټور وي.
4:د اوبو استعمال ورته زیات کړئ.
له خوړو وروسته ماشومانو ته د اوبه ورکړئ، ځکه چې اوبه د خوړو پاتې شوني لرې کوي او د خولې اسیدیت کموي.
5:د شیدو بوتل(چوشک) دشپې پر وخت مه ورکوئ.
د شیدو بوتل د ویدېدو پر مهال ماشومانو ته ورکول د غاښونو خرابېدو اصلي لامل کېدای شي.
6:د غاښونو ډاکټر سره پرې مشورې وکړئ.
ماشوم د شپږو میاشتو یا یو کال په عمر کې د غاښونو معاینې او چیک لپاره ډاکټر ته بوځئ.
هر شپږ میاشتې وروسته د غاښونو منظمه معاینه وکړئ.
7:فلورایډ ورکونه.
د غاښونو د فلورایډ درملنه (فلورایډ وارنش) په منظمه توګه د غاښونو ډاکټر په مرسته وکړئ، چې غاښونه محفوظ او پیاوړي کړي.
8:ماشومانو ته ور زده کړئ چې خواړه په بشپړه توګه ښه میده کړي او پر وخت یې خوله ومینځي.
9:دماشومانو لپاره دبورس ترڅنګ مسؤاک هم شته:
د غاښونو لپاره د ماشومانو په عمر مناسب د مسواک استعمال ور زده کړئ چې د خولې اسیدیت کنټرول کړي.
10: ماشومان د غاښونو ساتنې اهمیت ته متوجه کړئ:
د کیسو یا انځورونو له لارې ماشومانو ته د غاښونو اهمیت او د خرابېدو زیانونه بیان کړئ.