د سیخانو اړوند لس مهم سوالونه او ځوابونه:

د سیخانو اړوند لس مهم سوالونه او ځوابونه:
1. د ASTM د سټنډرډ له مخې سیخان په لاندې څلورو ګرېډونو تولیدېږي
40 Grade
50 Grade
60 Grade
75 Grade
د Grade څخه مطلب د سیخ مقاومت دی چې واحد یې KP/in^2 یا psi دی چې پورته د سیخانو ګرېډونو په لاندې ډول SI
سیستم ته بدلولی شو
Fy= 40 Grade = 40 KSI = 40 x 1000 PSI = 40000 x 0.07 Kg/ cm^2 = 2800 kg / cm^2
2. په امرکایي سټنډرډ کې سیخان نظر د سیخ نمبر ته تولیدېږي 3# , 4# او داسې نور
د بېلګې په ډول وښایست چې 4# سیخ څو ملي قطر درلودونکی دی؟
لومړی نمبر په 8 تقسیموی چې انچ ته واوړي بیا یې په 25.04 کې ضربوو چې ملي متر په لاس راځي
#4 = 4* 1/8in = 0.5 in = 0.5 * 25.04 = 14 mm
نوټ : ځینې وخت چې نمبر سیخ ته بدلوی یو ملي فرق کوي
3. په سیخانو کې Yield Point څه شی راښایي ؟
په سیخانو کې Yield point عبارت دهغه نقطې څخه دی چې سیخ په هغه نقطه کې په تسلمۍ شروع کوي او د شکست پر لور حرکت کوي همدغه نقطې ته Yield point ویل کېږي
4. په سیخ کې شکست (Rupture ) کله منځ ته راځي ؟
هغه وخت منځ ته راځي کله چې سیخ د تسلیمۍ د اوج مرحلې (Yielding ) مرحلې ته ورسېږي او وروسته له هغه د هیڅ ډول قواوو د زغملو توان ونلري نو شکست (Rupture ) منځ ته راځي
5. په سیخ کې کشیده ګي (Elongation ) کله منځ ته راځي او مقصد ترې څه دی؟
په سیخ کې هغه وخت کشیده ګي منځ ته راځي کله چې د کششي قواوو لاندې واقع شي او مقصد ترې د کششي قواوو په مقابل کې د سیخ کیفیت او مقاومت معلومول دي
6. په سیخانو کې Grade 60 يعنې څه؟
د کرېډ څخه هدف د سیخ کلکوالی او مقاومت دی په هره اندازه چې د سیخ ګرېډ لوړ وي په همغه اندازه سیخ ډېر وزن زغملی شي، دبېلګې په ډول
60 Grade = 60000 PSI = 60 KSI
یعنې 60000 پونډ پر انچ مربع یا 60 کیلو پونډ پر انچ مربع
7. د یو متر سیخ وزن د کوم فورمول پواسطه پیدا کولی شو؟
W= d^2 / 162.162
8. د سیخانو د Overlapping لپاره د کومې رابطې څخه استفاده کولی شو؟
D*56/1000
یعنې د قطر 56 چنده تقسیم پر 1000
9. د سیخ او سیم ترمنځ څه فرق دی؟
هغه سیخان چې قطر یې د 5mm څخه کم وي یعنې 1mm, 2mm, 3mm او 4mm سیم ورته وایي له هغه پورته سیخ ورته ویل کېږي
10. د یو ټن سیخ لپاره څومره د تړلو سیم ( Bending wire ) اړتیا ده؟
د یو ټن سیخ لپاره د 8-10 کیلو ګرام سیم اړتیا ده او عموما د یو ملي یا له دوه ملي څخه استفاده کېږي
دعوت نیوز در شبکه های اجتماعی

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.