سلب هغه ساختماني عناصر دی چې ضخامت یې نسبت طول او عرض ته څو چنده کوچنی وي
سلبونه ډېر ډولونه لري چې موږ دلته په یو اړخیز (One Way Slab) او دوه اړخیز (Two Way Slabs ) سلبونو باندې رڼا اچولي
یو طرفه سلبونه هغه دي چې د هغوی نسبت یعنې طول پر عرض لوی او مساوي له دوو څخه وي او دوه اړخیز سلبونه چې دغه نسبت یې له دوو څخه کوچنی وي
په سلبونو کې بارونو په کوم شکل سره بیم ته انتقالېږي؟
په یو طرفه سلبونو( One way slabs ) کې بارونه په مستطیلي شکل سره بیم ته انتقالېږي په داسې حال کې چې په دوه طرفه سلبونو (Two way slabs ) کې په اوږده لوري په ذوذنقه یي شکل او په لنډ لوري په مثلثي شکل عمل کوي
یا په یو طرفه سلبونو کې بارونه په یو جهت انتقالېږي او په دوه طرفه سلبونو کې بارونه دواړو جهتونو ته انتقالېږي
په یو طرفه سلبونو (One way slab ) او په دوه طرفه سلبونو (Two way slabs ) کې سیخان په کوم شکل سره اچول کېږي؟
په یو طرفه (one way slab) کې
اساسي سیخان (Main Bars)یې په لنډ لورې اچول کېږي او ویشونکې سیخان (Distribution Bars) یې په اوږده لورې اچول کېږي