د انسان ۷۵۰۰ کاله پخوانۍ مار وزمه مجسمه وموندل شوه

د کویت د شمال د “الصبیه” په صحرايي سیمه کې لرغونپېژاندو د کیدنو په ترڅ کې یوه بې ساري خټینه مجسمه موندلې ده.

لرغونپېژندونکي وایي چې دا مجسمه د هغو تر تاریخ وړاندې خلکو کلتور ښيي چې تر میلاد له ۴۹۰۰ څخه تر ۵۵۰۰ کلونه پخوا په دې سیمه کې اوسېدل.

د مجسمې سر چې اوږده کوپړۍ، ویړه پزه، غایبه یا هواره خوله او نرۍ او تنګې سترګې لري، د مار وزمه انسانانو مجسمو ته ورته والی لري چې عموماً د “عبید” کلتور له خوا جوړې شوې وې.

دا هنري اثر د “بحره ۱” په لرغونې سیمه کې د کویټي او پولنډي لرغونپېژندونکو یوې ډلې له لوري د کیندنو پر ترڅ کې موندل شوی دی.

د پولنډ د وارسا پوهنتون لرغونپېژندونکی پییوتر بیلینسکي، په دې اړه وایي: «دا مجسمه د لرغونې ټولنې د انسانانو لپاره د دې مجسمې د دیني یا سمبولیک ارزښت په اړه په زړه پورې پوښتنې راپورته کوي.»

مخکې له دې چې سومریان د بشر یو لومړنی تمدن تاسیس کړي، د عبید ځايي کلتور په بین النهیرین کې د لومړنیو تمدونونو د بنسټ دبرې ایښې وې.

د اوبه خور سیستمونه، سوداګري او معبدونه د دغه کلتور بریاوې وې چې د اوسني عراق او کویت په سیمو کې ورته وده ورکړل شوې وه.

دعوت نیوز در شبکه های اجتماعی

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.