د الله تعالی د جانبه د ټولو پيغمبرانو او آسماني کتابونو د نزول يو هدف په ځمکه کې د حق او عدل قايمول وو :
لقوله تعالی: [لَقَدْ أَرْسَلْنَا رُسُلَنَا بِالْبَيِّنَاتِ وَأَنزَلْنَا مَعَهُمُ الْكِتَابَ وَالْمِيزَانَ لِيَقُومَ النَّاسُ بِالْقِسْطِ] ( الحديد ۲۵) ژباړه: (يقيناً چې مونږ خپل پيغمبران له خپلو روښانه او څرګندو هداياتو سره وليږل او له هغوی سره مو کتاب او تله نارل کړی ؤ تر څو پرخلکو کې عدل قايم شي) .
والدينو ته ښايي چې په سلوک، سوغات ورکولو ، ناز ورکولو کې د خپلو اولادونو تر مينځ د عدل قيام وکړي .
نعمان بن بشير رضي الله عنهما وايي پلار مې ماته يو شي هديه کړل ، عمرة بنت رواحه (مور مې) وويل ترهغه به راضی نه شم ترڅو چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ورباندې شاهد شوی نه وي ، پس پلار مې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته ورغی ورته ویې ویل زوی مې چې له رواحه نه دی يو شی مې ورته هديه (سوغات ) کړل مګر مور یې دا تأقيد کړی چې رسول الله به شاهد نيسی .
رسو ل الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: ايا تا ټولو زامنو ته همدا ډول هديه ورکړې ده هغی وویل نه رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمايل: له خدای (جل جلاله) څخه وويريږه او د زامنو تر منځ عدالت سره رفتار وکړه ورسته مې پلار وګرځید او هديه يې واپس واخيسته (صحيح البخاري) . .
نو ثابته شوه چې د اولاد تر مينځ په سوغات ورکولو ، پاللو او سلوک کې بايد فرق ونشي
د عدل قيام عبادت دی چې ستر فضيلت لري او بې عدالتي ظلم دی چې په قيامت کې د تيارو سبب ګرځي .
جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي :«إنَّ المُقسِطينَ عِنْدَ اللَّهِ عَلى مَنابِرَ مِنْ نور: الَّذِينَ يعْدِلُونَ في حُكْمِهِمْ وأَهليهِمْ وما وُلُّوا » (رواهُ مسلم).
ژباړه: (مقسطين (عادل خلک ) به د الله تعالی په نزد د نور پر منبرونو قرار لري، هغه کسان چې ( په ور سپارل شوي ) حکم او مسئوليت کې او د خپل اهل او ولايت کې د عدالت رعايت کوي) .