۳۶۰خبرې/ اووهٔ څلوېښتمه برخه

امین وردگ 

🌹 🌺 🌸 🌻 🪻 🌷 💐 🌼 🌱 🌾                                                                                                                                                  

خیانت

۲۳۱ مه خبره- خیانت یوازې دا نۀ دی چې ضعیف سړی پر قوي څوکۍ ګمارې؛ بلکه دا هم خیانت دی چې قوي شخص مو پر ضعیف پُست ګمارلی دی.

🌹 🌺 🌸 🌻 🪻 🌷 💐 🌼 🌱 🌾

نیت او دنده

۲۳۲ مه خبره- پوهېږم چې ستا خوشالي د نورو پۀ غمونو کې نغښتې، ځکه چې رزق دې د هغوی پهٔ غم کې پروت دی! نو تهٔ ملامت نهٔ، بلکې مجبور یې چې خپل رزق ترلاسه کړې او ورته خوشاله شې، خو نیت دې سم کړه.

ستا عوائد چې ډېریږي، نو آیا تهٔ نهٔ پرې خوشاله کېږې؟ او عوائد خو ستا هغه وخت ډېرېږي چې کله مریضان زیات او د خلکو پهٔ کورونو کې غمونه ډېر شي.

ګوره ډاکټر صاحب! یوازې تهٔ نهٔ یې چې د نورو پهٔ غمونو خوشاله کېږې؛ بلکې شکسته بند، کوپي کش، مستري، پنچرمین، دارالوکالې والا، روشوتخور قاضي، حتی موچي او داسې نور ټول هغه کسان چې پهٔ خرابیو کې يې رزق بند دی، یا هاغه کسان چې د بل پهٔ غمو کې یې خوشالیانې نغښتې (لکه ستا!) هغوی ټول پهٔ رزق ترلاسه کولو سره خوشالیږي او دا طبیعت د انسان دی! نو تاسو کوښښ وکړئ چې نیتونه مو خدایي کړئ، بیا بهٔ مو پیسې حلالې شي؛ کنه خدای خبر چې پاک رزق مو پهٔ خپلو اولادونو خورئ کهٔ زار او تیر.

🌹 🌺 🌸 🌻 🪻 🌷 💐 🌼 🌱 🌾

د حق قلم او د باطل ژبه

۲۳۳ مه خبره- کله چې د حق قلم چوپ شي نو د باطل ژبه خبرې پیلوي، ځکه خو کوښښ وکړئ چې د قلم حق اداء شي.

🌹 🌺 🌸 🌻 🪻 🌷 💐 🌼 🌱 🌾

وا خدای وهلیه!

۲۳۴ مه خبره- کۀ دې زیاتره وخت فکر خراب او لږ وخت سم ؤ، زړۀ تنګي دې ورځ تربلې زیاتېدله، تصامیم دې متزلزل کېدل، حسد زور درباندې کولو، له دوستانو او خپلوانو څخه دې بد راتلل، مینه دې پۀ کینه اوښته، ترحم دې پۀ ختمېدو شو، سترګو ته دې اوښکې نۀ درتلې او زړۀ دې سخت شو نو پوه شه چې پر تا رواني امراض او عصبې حملې نه، بلکې د خدای قهر مسلط شوی! نو زما مشوره دا ده درته چې ډاکټر ته مه ورځه، فقط توبه وباسه او له ظلم څخه لاس واخله بېرته سمېږې او چې کله تۀ سم شې نو بیا (دا کاږۀ چې درته ښکاري!) هم سمیږي؛ یانې خلک سم دي هسې تۀ خدای وهلی یې چې ټول کاږۀ درته ښکاري.

🌹 🌺 🌸 🌻 🪻 🌷 💐 🌼 🌱 🌾

چرګه مشره ده کهٔ هګۍ

۲۳۵مه خبره- وایې چرګه مشره ده کۀ یې هګۍ؟ هلکه تۀ مشر یې کۀ ستا نیکۀ؟ وایي نیکۀ مې! نو مال تۀ او نیکۀ دې دواړه یو ځای د رب حضور ته نۀ واست ولاړ چې هغۀ درته ویل ((الست بربکم؟)) تاسو دواړو یو ځای ورته وویل چې ((بلی؛ یانې ولې نه؟! بلکې رب مو یې)) څک څک یې راته وکتل او څوړ سر روان شو.

🌹 🌺 🌸 🌻 🪻 🌷 💐 🌼 🌱 🌾

دعوت نیوز.کام

دعوت نیوز در شبکه های اجتماعی

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.