۳۵۱مه خبره/ پېښه یو زېری ګڼه!
پهٔ ظاهره ځینې بدې پېښې د یوۀ مثبت بدلون اصل وي! نو تهٔ پر ځای د دې چې ناخوالو ته زړهٔ وخورې مغز پهٔ کار واچوه او وخت سم مدیریت کړه؛ د اللهﷻ له کارونو څوک خبر دي؟! شاید پهٔ همدغو ناخوالو کې ستا روښان راتلونکی نغښتی وي چې اوس خپل زړهٔ پکې خورې.
۳۵۲مه خبره/ د لویانو پوهه او د ماشومانو مینه
ای کاش چې یا خو لویان داسې عاشقان کېدلی لکه ماشومان او یا ماشومان داسې پوهېدلی لکه لویان.
۳۵۳مه خبره/ قناعت او تلاش!
قناعت یوازې دا نۀ دی چې څۀ لرې همغه کافي بولې او د زیادت کوښښ یې نۀ کوې، بلکې اصلي قناعت خو دا دی چې پۀ خپل قسمت راضي و اوسې او د پرمختګ تلاش ته شا نهٔ کړې؛ اما کۀ داسې نۀ کوې نو له تا خو هغه د سارا وچ کلک کاڼی دوه واره ښۀ دی.
۳۵۴مه خبره/ جنګي اخلاق
جګړه مه پیلوه خو چې درسره پیل یې کړه بیا تر هغې شا مه ور اړوه چې شا یې نۀ وي در اړولې او چې کله یې شا در واړوله نو بیا ګذار مه پرې کوه، چې دښمن دې کله ولوېد نو یا یې پرېږده او کار مه پرې لره او یا لاس ورکړه چې راپورته شي بیا یې ووهه؛ مطلب دا چې پۀ څملاستو یې مه وهه! د ټپي دښمن داسې درملنه کوه لکه د خپل ملګري دې چې کوې، له بندي سره داسې چلند او حسنه سلوک کوه لکه مېلمه دې چې وي، چې پوه شوې دښمن دې ماتې وخوړه نو لاره ورکړه چې ووزي او کۀ دې ماتې وخوړه مردانه اعتراف وکړه چې اوس مات شوم خو بل وخت بهٔ سره ګورو! هېڅکله هم له مریضانو، بوډاګانو، ښځو او ماشومانو سره جګړه مه کوه؛ یانې ګذار مه پرې کوه کۀ څۀ هم چې جګړه بۀ درسره کوي، بلکې یوازې دفاع کوه! مګر هغه مهال چې ناچار او کلک مجبور شې.
د یوۀ پۀ بدل کې بل مه وهه، هېڅکله هم له دښمن سره غیر اخلاقي چلند مه کوه؛ د هغۀ ابرو مه وړه، ناموس او دروازې ته یې سپک مه ګوره، ظلم مه پرې کوه، دی ووژنه خو شخصیت یې مه وژنه، نامردي او خیانت مه ورسره کوه، اولاد یې پۀ بدو کارونو مه روږدی کوه بلکې پهٔ دې اړه مرسته هم ورسره وکړه چې اولادونه یې صالح جوړ شي ځکه چې پهٔ دغهٔ کار کې ستا هم ګټه ده! حتی کۀ دې بې ځایه ولید نو تهدید یې کړه او ورته ووایه چې دا کار مې ځکه نهٔ دی درته خوښ چې عزت ته دې زیان رسوي… نو دا جنګي اخلاق دي چې دښمن بهٔ پهٔ ژوندون ستا پر شرافت اعتراف کوي او چې کله مړ شې نو بهٔ دې د قبر احترام ساتي او هر ځای بهٔ ستا مېړانه یادوي! مطلب دا خبرې هېڅکله هم له یاده مه باسه.
۳۵۵مه خبره/ استاذ خو باید لکه پلار داسې وي!
استاذ عیناً لکه پلار داسې دی او باید ځان همداسې ثابت کړي؛ یانې چې شاګردان یې هم مینه ورسره ولري او هم ترېنه وډار شي؛ ښه نو هغه بدبخت استاذ چې له خپل شاګرد سره غیر اخلاقي چلند کوي او سوی استفاده ترې کوي څۀ ورته وایئ؟!.