۳۶۰ خبرې/ شپږویشتمه برخه

امین وردګ

*****************************

پټ وار

۱۲۶ مه خبره-  د تورې وار ښکاره وي او د ژبې پټ، نو کۀ ګذار کړې ښکاره او مردانه یې وکړه! ځکه چې پټ وار د نامردانو کار دی.

 

سپک سړی

۱۲۷مه خبره- همدغه چې تا ته د بل سپکه وايي سپک سړی دی کنه! پوه شوې چې ما څهٔ وویل؟

 

ستا راز بهٔ نو زهٔ څرنګه وساتم!

۱۲۸ مه خبره-  تۀ دې چې خپله خپل راز نشې ساتلی او ماته یې وايې، اوس تهٔ ووایه چې زهٔ بهٔ یې نو څرنګه درته وساتم؟!

 

توکل

۱۲۹ مه خبره- لومړی حرکت کوئ بیا توکل، ځکه چې توکل عامل نهٔ دی معمول دی؛ مطلب عملي کارونه مه ورته سپارئ، نه یې درته کوي.

 

ولې نارینه تر ښځو قوي شي

۱۳۰مه خبره- دا چې بازو پر پوست وار کوي او ژبه پر زړۀ، نو تاسو بیا ولې وایئ چې نارینه تر ښځو قوي دي؟!

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

One thought on “۳۶۰ خبرې/ شپږویشتمه برخه

  1. ماشا ء الله جناب امین صاحب کور دې ودان قلم دې ځلاند ښه لیکنه دې کړې .

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.