امین وردګ
علم او کسب
۱۸۱یمه خبره- علم وکړه خو کسب مه پرېږده، ځکه چې علم دې پوهوي او کسب عزت درکوي؛ مطلب کۀ چېرې کسب و نۀ لرې نو یوازې علم تا د بل له احتیاج څخه نشي خلاصولی نوره دې خوښه.
د میدان ګټلو رمز
۱۸۲یمه خبره- کۀ هر څوک غواړي چې میدان وګټي نو صبر دې له پشۍ زده کړي او برید له زمري څخه.
ظالم او مظلوم
۱۸۳یمه خبره- پوهېږم چې تاسو بهٔ ظالم ته پۀ قار یئ خو زما بیا مظلوم ته سږي راپړسېدلي دي! زۀ وایم چې کۀ مظلوم له ځان څخه دفاع وکړي نو دوې ګټې خامخا کوي؛ ظالم بهٔ له ظلمه خلاص کړي او ځان له مظلومیت څخه.
د پوهانو ملاقات
۱۸۴یمه خبره- د پوهانو ملاقات غنیمت ګڼئ، ارزښت ورکوئ او ګټې ترې اخلئ؛ پرېږدئ چې هغوی د خپلې علاقې مطابق درته وغږیږي، تاسو یې د موضوع پۀ اړه مجبوروئ مه او مه هغوی ته فرمایشونه ورکوئ، ځکه چې هغوی پوهیږي څۀ ووایي! چېرې یې ووایي او چا ته یې ووایي! خو هغوی چې هرڅۀ وایي ستاسو پکې ګټه ده! نو فقط ترې اورئ یې او ورته کوئ یې مه.
کورنۍ
۱۸۵یمه خبره – کورنۍ باغ دی غړي یې ونې او ګلونه! اوس کۀ تاسو غواړئ چې باغ مو ښۀ حاصل درکړي، د غلو او نورو طبعي امراضو له هجوم څخه پۀ امن وي نو همېشه یې نظارت او مراقبت کوئ، پر شاوخوا یې دېوال راوګرځوئ، بیا دروازه ورته کېږدئ او هغې ته داسې قلف واچوئ چې درې کیلیانې ولري؛ یوه یې تاسو خپله واخلئ، بله مو د ژوند خوږې ملګرې ته ورکړئ او دریمه مو مشر زوی یا مشرې لور ته؛ باغ ته مو پۀ خپل وخت اوبۀ او ښوره ورکوئ، د ونو بیخونو ته هم پام کوئ او سرونو ته یې هم! ګورئ چې ایضافه واښۀ او ګیاوې پکې پرېنږدئ او دا مو هم هېر نشي چې وخت پۀ وخت بۀ یې ایضافه شاخونه له بېخه ارۀ کوئ او د پاتې نورو لندو لښتو درې برخې پرېکول او یوه یې پرېښوول کفایت کوي، خو پام چې وچ شاخونه بیخي پکې پرې نږدئ! ځکه چې هغه بیا هم د ونې سر ته زیان رسوي، هم بېخ، هم ډډ او هم یې مېوې ته؛ نو کله مو چې باغ ښۀ وساتلو بیا بۀ هر څوک غواړي چې ستاسو د باغ مېوه پۀ لوړ قیمت واخلي، ځکه چې هم بهٔ تازه وي، هم خوږه او هم بهٔ چونجي کار نهٔ وي پکې کړی؛ خو کۀ مو باغ نۀ دېوال لرلو او نۀ یې چا سمه پالنه کوله نو نۀ بۀ یې سر پۀ لاس درشي او نۀ یې هم بېخ؛ ځکه چې ټوله ورځ او ټوله شپه بۀ وحشي ځناور پکې تاویږي راتاویږي، چې حتی تاسو بۀ خپله هم له ډاره نږدې نهٔ شئ ورتللی! نو مخکې له مخکې یې د ساتنې لپاره لارې چارې پۀ نظر کې ونیسئ بیا باغ ترې جوړيږي، کهٔ نه نو کنډواله بهٔ ډېره پرې ښه وي.