که څوک په لمانځه کې سهوه شي خو د سهوې سجده ونه کړي

که څوک په لمانځه کی سهوه شی او بیا دسهوی سجده تری هیره شی څه حکم لری؟
۲که په لمانځه کی مخ په څادر باندی پټ شوی وی[یوازی پوزه او خوله]څه حکم لری.
په درناوی

سيد جهان زيب .

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

اول : که سجده سهوه قصداً يا سهواً ادا نه شي لمونځ فاسد دی لمونځ به له سره ادا کوي

کفايت المفتي ج ۳ ص ۴۱۹

ولها واجبات لاتفسد بترکها و تعاد وجوباً  فی العمد و السهو ان لم یسجد و ان لم یعدها يکون فاسقاً ) التنوير وشرحه ، باب صفة الصلات ۱/ ۴۵۶ سعيد .

دوهم : د مخ پټول چې سترګې يې ورباندې پټې شي لمانځ مکروه کيږي مګر که د عاجزی د پاره سترګې پټې شي باک نه لري ځکه په لمانځه د سجدې ځای ته کتل سنت دي .

جاء في فقه اسلامي و ادله :

تغميض العينين إلا لخوف وقوع بصره على ما يشغله عن صلاته، روى ابن عدي في حديث بسند ضعيف: «إذا قام أحدكم في الصلاة فلا يغمض عينيه» لأن السنة النظر إلى موضع سجوده وفي التغميض تركها، والكراهة تنزيهية بالاتفاق

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.