پوښتنه : که د لمانځه په مهال موبائل زنګ {رینګ} ر اشی
نو څه کول پکار دې ؟
ځوا ب : لمونځ کونکي بایدتل دلمانځه وړاندي خپل موبائلونه بندکړي اودابایدخپل عادت جوړکړي ،که بیاهم یوتن دهیري له امله دلمانځه نه لیږوړاندٍي خپل موبائل بندنه کړي نودزنګ راتلوپه مهال دي لاندي ټکي په نظرکې ونیسې
۱- دزنګ دراتلوپه مهال که لمونځ کونکی په هرحالت کې وي بایددتلفون دبندیدوکوشش وکړي څودنورولمونځ کونکوخشوع اوتوجه ته زیان ونه رسوي .
۲- دزنګ دبندولولپاره دي په یوه لاس دتلفون دبندیدویوه بټن کیکاږي ،څرنګه چې داعمل قلیل ده نولمونځ نه فاسده وي .
۳-په دغه مهال دي کوشش وکړي چې لمونځ جاري وساتي اودتلفون دبندیدولپاره دي وړاندینی عمل وکړي اوکه چیري داسې وي چې موبائل نه بندیږي نوبیادي دلمانځه په مینځ کې هم سلام ګرزولی شې .
في خلاصة الفتاوي ۱\۵۷ولوتعمم بیدواحدلاتفسدولوتعمم بالیدین تفسد الخ وفي خلاصة الفتاوی ۱\۵۷ ولولم یمکنه العمامة من ان یسجدفرفعها بیدواحداوسوی العمامة بیدواحدلایکره الخ
وفی الهندیه ۱\۱۰۸ولورفع العمامة من الرأس ووضعها علی الارض اورفع من الارض ووضعها علی الرأس لاتفسدصلوته .الخ ومثله في الخلاصة ۱\۱۳۰
و أشار بالأکل و الشرب الی أن کل عمل کثیر فهو مفسد و اتفقوا علی أن الکثیر مفسد و القلیل لا، لامکان التحرز عن الکثیر دون القلیل الخ ب
حرالرائق ۲\۱۱مطبوعه کراچۍ