اسلام عليکم : مونږ د ديزاين شرکت لرو ځنو کسانو ته نقشه کار کړو ، کار مکمل پوره شي او تسليم يې کړي بيا زمونږ سره په اجرت کې جنجال کوي چې ما خو ځمکه په بل کس و پلورله ، زه اوس هغه نقشه نه عملي کوم او داسې نورې بهانې کوي او زمونږ د کړې مزدورۍ حق نه راکوي ، د اسلامي لارښود د چلوونکو څخه غواړم په دې اړه مفصل معلومات راکړي .
عبدالله له کابل څخه
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
کله چې د تعمير نقشه جوړ شي ، په هغه کې څه تخنيکي مشکل نه وي (کار درست او تکميل وي) او مالک يې قبض کړي ، اجرت ثابتيږي د ديزاين شرکت د اجرت مستحق دی ولو که هغه کس نقشه تطبيق نه کړي .
جاء في البحر الرائق شرح كنز الدقائق: الأجير الخاص إذا سلم نفسه ولم يستعمله المستأجر يستحق الأجرة.اهـ
وفي الموسوعة الفقهية: وإذا استوفى المستأجر المنافع, أو مضت المدة, ولا حاجز له عن الانتفاع, استقر الأجر, لأنه قبض المعقود عليه, فاستقر البدل, أو لأن المنافع تلفت باختياره .اهـ.