کمونېزم او د افغاني کمونستانو جنايتونه

ليکنه: مولوي عبدالهادي (مجاهد)

دا فعالیتونه تر دې ورسېدل چې یوه لویه برخه د هېواد خلک چې زیات یې ځوانان ول په خپل صف ور داخل کړي. دې نویو او پر جوشه ځوانانو د دې نظریاتو په خپلولو له ملا، اسلامپالي، حاجي، مخور او ولسي مشر سره دښمني پيل کړه او الله تعالی، قرانکریم، پيغمبر او دین ته په سپکاوي یې پیل وکړ . تر دې چې د دې ګوند ټول نظریات د کفارو په توګه په ټول هېواد کې د خلکو تر منځ علني شول او د خلکو حساسیتوتونه او له دین څخه د دفاع احساسات یې راوپارول.
د دې ګوند د نظرياتو او پیروانو په خلاف د خلکو اسلامي احساسات راوپارېدل او د مخالفت لپاره يې د مسلمانانو فکري او سياسي بهير په جوړېدو او ځوانان ورکې په منظمېدو شول چې ځینو یې له مدرسې، مسجد او محرابه سر راپورته کړ او ځینو یې له لیسو، پوهنتونو او تعلیمي مراکزو. په پوهنتونو کې محصلین له خپلو هغو اسلامپالو استادانو څخه چې په مصر کې یې زده کړې کړې وې او د مصر له مسلمانانو دعوتګرانو په خاص ډول له (الاخوان المسلمون) څخه یې اسلامي فکر اخیستی وو متاثر شول او د ګروپونو او تنظیمونو په شکل یې د کمونستانو په خلاف لوری ونیو.
اسلامپالو استادانو به د اسلامي فکري ادبیاتو په ژباړلو د ځوانانو افکار جوړول او هغوی به یې له کمونستانو څخه د خپل دین او وطن د دفاع په روحیه روزل. دې سرشاره او با احساسه ځوانانو چې د انجنير حکمتیار، استاد رباني او استاد سیاف په څېر خلک هم په کې ول، عملاً د کمونستانو خلاف مبارزې ته داخل شول او د هغوی د مخنیوي فعالیتونه یې پیل کړل.
ظاهر شاه چې د اسلامپالو راپورته کېدل ولیدل نو هغوی یې تر فشارونو لاندې راوستل چې دې کار د کمونستانو تقويه کېدلو ته نوره هم زمینه سازي وکړه. دوی په دولتي ادارو کې د خپل فکر او تګلارې خلک پیدا کړل او په پوځ کې یې د خپلو عقائدو په نشرولو پیل وکړ،چې له امله یې زیات ټيټ رتبه او ځينې لوړ پوړي پوځیان هم ورخپل کړل.
هغه وخت چې د ظاهر شاه د تره زوی او اخښي داود خان پر ظاهر شاه سپينه کودتا وکړه او واک یې تر لاسه کړ، نو په خپله کابینه کې یې کمونستانو ته هم ځای ورکړ، ځکه چې له یوې خوا کمونستانو زیات نفوذ درلود او له بلې خوا شوروي اتحاد د هېواد په څنګ کې قرار درلود چې له کمونستانو سره یې ټینګي اړیکي لرلې. داود خان غوښتل د کمونستانو په واسطه له شوروي سره اړیکې لا ټینګې کړي، تر څو یې له اقتصاد، تخنیک او قدرت څخه استفاده وکړي چې په دې کار کې يې ځانته د کمونستانو ورنژدې کول مناسب ګڼلي وو.
داود خان د خپل حاکمیت په وخت کې د بریژنف د ملاقات لپاره شوروي ته په سفر لاړ،خو هلته برژنف د ده د توقع خلاف رویه ورسره وکړه چې دې کار داود خان ته غوسه وروسته او د مجلس له جريانه راووت. دی که څه هم دین ته ډېر وفادار او متقي انسان نه وو، خو دې پېښې ده ته ټکان ورکړ او په دې یې پوه کړ،چې روسان د ده د زوال سبب کېدای شي.
له ماسکوه له راستنېدو وروسته په دې فکر کې شو، چې د شوروي پر ځای بايد له نورو سيمه ييزو او په خاص ډول له عربي او نورو ګاونډيو هېوادونو سره خپل روابط ښه او اقتصادي تعامل ته وده ورکړي، نو هماغه وو چې لومړی یې سعودي ته سفر وکړ او هلته یې له ملک فیصل سره وکتل، بیا پاکستان ته وروګرځېد او له بوټو سره وکتل،چې له امله یې له دې هېواد سره خرابي شوي اړیکي بېرته ترمیم کړې. وروسته پر نورو اسلامي هېوادونو وګرځېد او د هغو هېوادونو له مشرانو سره یې وکتل. له ده سره په دې سفر کې د ده د تجارت کمونست وزیر محمد خان جلالر هم ملګری و،چې دا ټول جریانات یې څارل. جلالر چې له داود خان سره د روسانو په بده وضع خبر وو د داود خان په نويو عزايمو پوه شو او هم یې تر دې وروسته د کمونستانو خرابېدونکی برخلیک درک کړ.
داود خان چې کله د دې هېوادونو له سفره هېواد ته راستون شو، سمدسي یې د کمونستانو مشران زندان ته ولېږل. دا کار یې له دین او اسلام سره د خواخوږۍ پر بنیاد نه وو، بلکې د دې پخاطر چې هغوی د ده په خلاف راپورته نه شي او کودتا ونه کړي،خو کمونستانو تر دې وخته خپلې ریښې په ټولو تعلیمي او پوځي مراکزو او دفاترو کې غزولې او ټینګي کړي وې. حفيظ الله امین او ملګري یې ترکي مخکې له مخکې د داود خان په خلاف د کودتا نقشه او پلان طرحه کړي وو. کله چې داود خان ترکی او ببرک زندان ته ولېږل، په امین پسې یې هم پولیس ولېږل.
د لېږل شويو پوليسو مشر جګړن عبدالغني ته وظیفه ورکړل شوې وه چې حفیظ الله امین ونیسي او توقیف خانې ته یې واچوي. هغه د ثور د شپږمې په شپه د حفیظ الله امين کور ته ورغی، د هغه کور یې تلاشي کړ، خو د دې پر ځای چې امین له ځان سره توقیف خانې ته ورسوي، تر سهاره یې په خپل کور کې نظر بند کړ،چې ځينې خلک دا د هغه وظيفوي غفلت بولې او ځينې نور يې بيا د چپيانو لوري ته د هغه د تمايل له امله قصدي کار بولي.
د جګړن عبدالغني دا کار چې امین یې په شپه کې بندي نه کړ،بلکې تر سهاره په خپل کور کې د پاتې کېدو فرصت ورکړ، د کمونستانو د کودتا عملي کېدو زمينه برابره کړه، ځکه د همدې شپې په سهار وختي امین خپل زوی عبدالرحمن ته یو کوچنی خط چې د کودتا د عملي کولو امر ورکړ چې د ګوند د مرکزي کمیټې غړي سید محمد ګلاب زوی ته یې ورسوي. دا ليک په حقيقت کې د ګوند د نظامي مسؤول حفیظ الله امین لخوا د کودتا فرمان و، سید محمد ګلاب زوی د ثور شپږمې له سهاره بیا د شپې تر یوې بجې پورې په اردو او ټولو ادارو کې خپلو کسانو ته د سبا ورځې د کودتا پیغام ورساوه. د ثور په شپږمه حفیظ الله امین توقیف خانې ته واچول شو، خو په داسې حال کې چې هغه لا سهار وختي له خپله کوره د کودتا فرمان جاري کړی و. د کودتا نقشه د ده د ګوند د پاتې مسؤولینو په واک کې ورکړل شوه. ګوند هم د نقشې د عملي کولو بېړنی اقدام وکړ. د کابل د زره دارو له فرقې، د بګرام له هوايي میدان او د ښار له نورو عسکري قرارګاوو پوځي افسران راپورته شول، ارګ یې محاصره کړ، بیا یې بمبار پرې وکړ او داود خان یې له خپلي کورنۍ سره یو ځای وواژه.
د داود خان له وژلو وروسته کمونستانو زندان مات کړ او د ګوند ټول کمونست مشران یې له زندانه راووېستل. سم دستي وروسته اسلم وطنجار په راډیو ټلویزیون کې اعلان وکړ،چې داود خان او د یحیی د کورنۍ حاکميت له منځه ولاړ، انقلاب کامیاب شو او نور به په هېواد کې ډېموکراټيک ګوند حاکم وي.
د کمونستانو له راتګه وروسته په هېواد کې یو نوی عهد پیل شو. په هېواد کې ۱۴ کاله جنګ او وینې تویېدل، د ۲ میلیونه افغانانو وژل کېدل، د ۵ میلیونه افغانانو مهاجر کېدل او ټول هېواد په کنډواله بدلېدل د دې عهد لويي مادي لاسته راوړني دي. دا چې د افغان ولس معنویاتو ته یې څومره لويه ضربه ورکړه هغه نه اټکلېدونکې ده.
افغانستان کې د کمونستانو جنايتونه
د ۱۳۵۷هـ ش کال د ثور ۷مه چې کله کمونستانو پر داود خان کودتا وکړه، داود خان یې وواژه او واک یې په لاس کې واخیست،نو خپل نوی رژیم او د داود خان د نظام له منځه وړلو ته یې (د ثور د انقلاب) نوم ورکړ. دغو ثوریانو په هېواد کې د اصلاحاتو په نامه په یو لړ داسې اقداماتو لاس پورې کړ،چې د دوی د نظام په خلاف يې د ټول ولس احساسات راوپارول او پر وړاندې یې راپورته شول. هغه اقدامات اوږد نوملړ لري چې دلته یې د ځینو یادونه کوو.
کمونستانو له حاکمېدلو سره سم د کمونېزم د نظريې عملي کول پيل کړل او بیا يې د دې په خاطر چې د شریعت اصول او احکام یې د خلکو له ژونده وېستلي وي کرار کرار یې په مختلفو بهانو او توطيو د خلکو په شخصي چارو او شرعي امورو کې لاسوهنه پیل کړه.
مثلاً: لومړۍ لاسوهنه چې دوی د خلکو په شخصي امورو کې پيل کړه دا وه چې د ښځو لپاره یې يوازې۳۰۰ افغانۍ مهر وټاکه، که هر چا به د خپلې خور او یا لور لپاره تر دې زیات مهر ټاکلی و، هغه به د دوی د قانون له مخې مجرم ګڼل کېده او دا پداسې حال کې چې د شريعت له مخې د مهر لپاره آخري حد ټاکل شوی نه دی،بلکې د جانبينو ترمنځ توافق ته پرېښودل شوی دی.
همدا ډول یې د بل فرمان په صادرولو د خلکو د شخصي ملکیت او د ځمکو په قبضولو کولو پيل وکړ. که هر چا به له دیرش جریبه زیاته ځمکه درلوده ټوله به حکومت ترې قبضه کړه. دولتي ملکي او امنيتي مامورین به د یوه مارش په توګه هغو ځمکو ته لاړل، بیا به یې د ځمکې مالک په ډېره ذلیله توګه راوست، ښځينه او نارينه خلقيانو به هلته اتڼونه او ګډاوې وکړې، د کليو سپين ږيري به یې هم وګډول، له درې، څلورو مکاتبو به یې شاګردان راوستل، بیرغونه به یې په لاس کې ورکړي وو، سرې جامې به یې ور اغوستې وې، ټولو به د (هورا) (هورا) نارو په وهلو لومړی خوشحالي وښوده او وروسته به یې که کوم چا د دوی له ټاکلي حده زياته ځمکه درلوده،نو له هغې به یې ۳۰ جریبه ور پرېښوده او نوره ټوله به یې ورڅخه مصادره او د همدې مالک پر دهقانانو او بزګرانو ور تقسیم کړه.
د یو چا شخصي ملکیت په دې توګه بل چاته ورکول د شريعت له مخې جائز کار نه دی. د اسلام سپېڅلی دین د هر څه لپاره عادل نظام لري. که هر څوک هر څومره ډېره ځمکه ولري اسلام یې په زوره ورڅخه د اخیستلو اجازه نه ورکوي، البته اسلام بیا د همدې ډېرې ځمکې په حاصل کې د مسکینانو خپله حصه ټاکلې ده. الله تعالی فرمايي:
(وَالَّذِينَ فِي اَمْوَالِهِمْ حَقٌّ مَعْلُومٌ (24) لِلسَّائِلِ وَالْمَحْرُومِ (25))[سورة المعارج: ۲۴، ۲۵] ژباړه: او هغه خلک هم بې صبره او حرصناکه نه دي،چې په مالونو کې يې (د زکات او صدقاتو په شکل کې) معلوم حق دی د فقيرو غوښتونکو او هغو فقيرانو لپاره چې غوښتنه نه کوي.
الله تعالی د مالدارو په مال کې د نادارو خلکو لپاره معلوم حق ټاکلی،چې هغه د عشر، سرسایې، زکات او د صدقې نور مختلف حقونه دي،خو کمونستانو په دغه طریقه باندې نه بلکې د کمونیزم د نظريې مطابق له مالدارو څخه کارګرانو ته ورکړه کوله او د دې لپاره چې د کارګرې طبقې خلک د مالدارو پر وړاندې راوپاروي، نو له مالدارو خلکو به د هغوی شخصي ملکیت قبضه کاوه او داسې چاته به يې ورکاوه چې هغه به يې په شرعي لحاظ مالک نه وو. کمونستانو دا کار ځکه کاوه چې دوی نه (اِله) مانه، نه يې د هغه دین او قران مانه، نه يې سنت پېژندل او نه یې هم شریعت ته په درنه سترګه کتل.
الله تعالی د زکات، عشر، سرسایې او صدقې په ټاکلو سره د مالداره او ناداره خلکو تر منځ نور هم د اخوت، ورورولۍ او صمیمت فضا پراخوي، خو د دې خلاف کمونیزم له مالدار څخه په زوره د شخصي ملکیت په اخیستلو او بیا هغه چاته په ورکولو چې د دې ځمکې لپاره کارکوونکی ټاکلی شوی وي، د مالدارو او نادارو ترمنځ د دښمنۍ او خصومت فضا رامنځ ته کوي.
کله چې کمونستانو د شخصي ملکیت د لغوه کولو په هدف پدې ډول اقداماتو پیل وکړ، نو متنفذ، مالداره او د ځمکو اصلي مالکان د ټیټي طبقې په لاس ذلیل او سپک شول، چې دې کار په ټولنه کې د کارګرې طبقې او د ځمکو د اصلي مالکانو ترمنځ جنجالونه، جنګونه او حتی وژنې رامنځته کړې.
دا چې مالداره طبقه محکومه وه، نو یې بهرنیو او همسایه هېوادونو ته يې هجرتونه پیل کړل. په هېواد کې جنګونو زور واخيست، دهقانان او غريبان هم د کمونستانو او بيا وروسته د روسانو د وحشيانه بمباريو له لاسه د وطن پرېښودلو ته اړ شول چې له امله یې ځمکې شاړې پاتې شوي. د اوږدې مودې جګړې له امله په هېواد کې ځمکې بې خاونده شوې او د هېواد او خلکو اقتصاد ته نه جبرانېدونکې ضربه ورسېده.کمونستانو د خپل حاکمیت د بقا لپاره د ولس په ځپلو پيل وکړ. په دې برخه کې حاکم نظام د ډېرو لویو او بې رحمانه جرمونو مرتکب شو چې ځیني یې د نمونې په توګه په لاندې ډول دي:
د کابل په ښار کې ولس د کمونستانو په خلاف راپورته شو، د الله اکبر نارې يې وهلې، او دا یې ویل چې پر خپله خاوره د کمونستانو تسلط نه غواړو، له کمونیزم څخه بیزاره یو او د خپلې خاورې آزادي غواړو. کمونستانو یې پر وړاندې عکس العمل وښود او د دې پاڅون ۵۰۰۰ ګډون کوونکي یې ووژل چې له امله یې د کابل جادې ټولې د ولسي خلکو له شهيدانو ډکې شوې.
څه وخت وروسته په هرات کې خلکو په پاڅون لاس پورې کړ، ویل موږ له کمونیزم څخه بیزاره یو، نه د هغو ظلمونو زغم لرو چې کمونستان یې پر ولسي وګړو کوي او نه هغه الحادي عقاید منو،چې کمونستان یې پر خلکو تپي او نه هم د دغه ډول نظام د برداشت توان لرو،چې په مکمله توګه د ولس له اسلامي مزاج سره په ټکر کې دی، موږ يوازې د اسلام سپېڅلی دین غواړو. کمونیست نظام د دې خلکو پر وړاندې هم عکس العمل وښود، طیارې، ټانګونه او نور جنګي وسایل یې راوستل او په دوو ورځو کې یې نيږدې ۲۴ زره انسان له ووژل. داسې هم پيښ شول چې ژوندي انسانان یې له ځمکي پورته کړل او له فضا یې ځمکې ته راوغورځول اوشهيدان شول.
د کمونستانو د تسلط په وخت کې خو به داسې ډېر پېښېدل چې په زرګونو روسان به پر یوه ولایت یا ولسوالۍ ورغلل او په یوه ځل به یې په زرګونو کسان ووژل چې د ساري په ډول يې څو لاندې پېښې يادوو:
د کونړ د اسعد اباد شمال ته له پله ورهاخوا د (کیرالې) کلی واقع دی، دې کلي ته پرلاره د کونړ د سيند پر سر له پله لږ ور تېر په چپ طرف کې یوه سیمه چې اوس پکې د لرګيو د خرڅولو ځايونه دي له دوو لویو قبرونو لویي کلاوي راتاو دي. یو یې ۳۶ متره اوږد او بل یې ۵۲ متره اوږد دی. ما ( لیکوال مولوي عبدالهادي مجاهد) ته د دې قبرونو په اړه د دې پېښې عیني شاهد د (کيرالې) د کلي اوسېدونکي مامور (سيد احمد) چې زه ورسره د همدې قبرونو پر سر ولاړ وم دا واقعه داسې بیان کړه: ((… په هغه وخت کې مجاهدینو له حکومت سره تر جکړې وروسته د کیرالي کلي ته پناه راوړه او پټ شول، د کونړ والي کلي ته راغی او امر یې وکړ چې د کلي ټول خلک دې را غونډ شي تر څو والي ورسره خبرې وکړي. خلک ټول دې سیمې ته راغلل، زه هغې وني (یوې وني ته په اشاره) سره نژدې د ښځو په منځ کې پټ وم او صحنه مې له نژدې په خپلو سترګو لیدله. کله چې کمونستان مطمئن شول چې ټول خلک راغلل، نو پوځیانو ته یې د خلکو د ويشتلو امر وکړ، پوځيانو په بې رحمۍ پر بې وسلې خلکو ډزي پیل کړې او په یوه څو لحظو کې یې یوولس سوه او دري اویا ۱۱۷۳تنه په شهادت ورسول)).
د لغمان د ولایت د اليشنګ ولسوالۍ د نجیلو د کلا په سیمه کې کمونستانو د شپې لخوا تقريباً ۶۰۰ ولسي خلک راټول کړل، په بلډوزرونو او ماشینونو باندې یې کندي ورته و اېستلې او ټول یې ژوندي تر خاورو لاندې کړل. دا ټولې واقعې د استاد محمد زمان مزمل د (اسباب الإحتلال و ابعاد المقاومة في افغانستان) په کتاب کې هم ثبت دي.
همدارنګه به کمونستانو په ښارونو، کلو او اطرافو کې تقواداره، متدین او دینداره خلک چې یا به یې ږیره پر مخ درلوده، یا به پنځه وخته لمانځه ته تلل او یا به یې کورنۍ د دیندارۍ تاریخ درلود په زندانونو کې اچول او شکنجې به يې ورکولې. کمونستانو به بې له محاکمې خلک وژل او د بتخاک او يا د پلچرخي خوا ته د پولېګون په سیمه کې به یې په ټوپکو ويشتل او له وژلو وروسته به یې خاورې پر ورواړولې. په ځینو حالاتو کې به یو دوه له خاورو ژوندي هم را وتل. زما (عبدالهادي مجاهد) څو کاله مخکې د لغمان د اليشنګ له يوه داسې مجاهد سره کاته وشول،چې د مرګ له کندې بېرته ژوندی راوتلی و. هغه ته به د سيمې خلکو د (ملا شهيد) نوم اخيست. هغه خپله ټوله واقعه راته بیان کړه. هغه راته وویل: ((کله چې یې ډزې راباندې وکړې، خاورې یې راباندې واړولې او را څخه ولاړل، ما ځان ژوندی احساس کړ، خاورې مې له ځانه واړولې ومې کتل چې زخمي هم نه وم، له کندې راووتم او یوه کلي ته مي پناه یووړه)).
په دغه ډول به کمونست دولت په زرګونو او په لسګونو زره افغانان ووژل. خلک به یې د اخواني، ملا او د انقلاب ضد عناصرو په نامه نیول، زندانونو ته به يې اچول او په شهادت به يې رسول.
کمونستانو په افغانستان کې د مسلمان ولس د عقيدې، شريعت او معنوي ارزښتونو سپکاوی وکړ او د خلکو د ديني هويت د مسخ کولو اقدامات يې ترسره کړل. د هېواد ځوانان به يې په زوره د مجاهدينو په خلاف جګړې ته سوق کول چې له همدې امله به ځوانان د حکومت د تسلط له سيمو وتل، چې په نتيجه کې يې کلي له ځوانانو خالي شول او د هجرت لار يې ونيوله.
په ۲۰۱۳م کال کې د سپتمبر په ۱۹ تاريخ د هالېڼد لويې څارنوالۍ د شاوخوا پنځه زره کسانو یو لست خپور کړی،چې په ۱۹۷۸ او ۱۹۷۹ م کلونو کې په افغانستان کې د هغه وخت د استخباراتي ادارې (اګسا) له خوا وژل شوي ول. دې ادارې د امان الله په نوم د یو افغان پناغوښتونکې په اړه د څېړنو په بهیر کې چې یو مهال د (اګسا) نومې پلټونکې ادارې مشر وو، دا لیسټ تر لاسه کړی و.
امان الله په ۱۹۹۳م کال کې هالینډ ته پنا وړې وه. نوموړي د هالېنډ د کډوالو ادارې له چارواکو سره په مرکه کې منلې وه چې د اګسا د تحقیقاتي څانګې مشر و او د هغو کسانو پر اسنادو یې لاسلیک کړی و،چې باید اعدام
شي.
نوموړي په خپلو خبرو کې ویلي وو،چې دا یې د دندې برخه وه او که یې دا کار نه کاوه،نو پر دومره لویه او حساسه دنده نه شوای ټاکل کېدای. په تر لاسه شویو اسنادو کې دا کسان بنسټپاله مسلمانان، متفکرین، محصلان، د عامه خدمتونو مامورین، پوځي افسران، دکانداران او اشرار بلل شوي وو. د دغو شهيدانو وارثينو او خپلوانو یې څو دیرش کاله وروسته د خپلو شهيدانو فاتحې واخیستې.
کله چې د کمونستانو د الحادي عقایدو، مظالمو او وحشتونو پر وړاندې د مجاهدینو په شکل افغان ولس راپورته شو،نو دوی ورته د اشرارو نوم ورکړ،چې وروسته بیا د دوی په مطبوعاتو او رسنیو کې مجاهدینو ته رسمي نوم وګرځېده.
کله چې روسان راغلل،نو بیا به روسانو او افغاني کمونستانو په شریکه خلک بمباردول او وژل. دوی به پوره کلي ورانول او اوسېدونکي به يې وژل. ځوانان، سپين ږیري، ماشومان، ښځې، ناروغان، ضعیفان، حیوانات او هر څه به چې په مخه ورتلل له یوې مخې به یې پرې ډزې کولې او وژل به یې. يو ځل روسان او کمونستان زموږ خپل کلي ته را داخل شول او چې کله یې له بل سره وتل نو ۵۲ کسان یې وژلي ول.روسانو او کمونستانو په ټول افغانستان کې پراخ وحشتونه او او زړه بوږنوونکي جنايات تر سره کړل، د هغه جناياتو شاهدان لا تر اوسه ژوندي دي چې د ترسره شويو جناياتو کېسې بايد ورڅخه وليکل شي او د تاريخ په حيث خوندي شي.
نور بیا…

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.