کافرې ښځې ته مور ويل جايز دي ؟

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

يوې مسلمانې ښځې ته د اکرام او عزت پخاطر مورئ ، خورې توړۍ و غيره خطاب کول باک نه لري (کفالت المفتي ج ۵ ص ۳۲۰ ).

د کافرې ښځې سره دوستي ، مينه او اکرام دوه اړخونه لري .

اول : د نامحرمې ښځې سره که مسلمانه وي يا کافره اړيکې ، ملګري او مينه کول حرام دی :

الله جل جلا له  مؤمنانو ته حکم کړی چې : وَلاَ تَقْرَبُواْ الزِّنَى (اسراء ۳۲ )

يعنې زنا ته مه نږدې کيږئ ، د زنا د نږدېوالی اسباب د بيګانه ښځو سره نا مشروع ارتباطات ، اختلاط او بې حجابې ده .

رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمايي : إيَّاكُمْ وَالدُّخُولَ عَلَى النِّسَاءِ …(متفق عليه ).

ژباړه : د بيګانه او نامحرمو ښځو د خلوت نه ځان وساتئ .

او فرمايي : لا يَخْلُوَنَّ رَجُلٌ بِامْرَأَةٍ وَلا تُسَافِرَنَّ امْرَأَةٌ إِلا وَمَعَهَا مَحْرَمٌ (۳۰۰۶ بخاری ) .

ژباړه : هيڅ بيګانه سړی به د بيګانه ښځې سره خلوت نه کوي او هيڅ ښځه دې بدون له محرم څخه سفر نه کوي .

دوهم : د کافرو سره مينه او دوستي کول حرام دي ځکه هغوی د الله جل جلا له  او د هغه د پيغمبر او مؤمنانو دوښمنان دي ، په داسې حال چې د مؤمن دوستي او مينه به د الله او د هغه د رسول او صالحو مؤمنانو سره وي نه د الله د دوښمنانو سره . تفصيل دلته وګورئ .

و الله اعلم

آن لاين اسلامې لارښود

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.