کافر ته په سلام اچولو کې مخکې والی څه حکم لري؟

اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاة
په کافر باندی د سلام اچول خه حکم لری (ایا جایز دی او کنه )که یهود،هندو ،روسی او داسی نور

محمد اشرف

بسم الله الرحمن الرحيم

ځواب : کفارو ته د سلام کول جايز نه دی ځکه رسول الله صلی الله عليه وسلام د ابوهريرة رضی الله عنه په روايت فرمايي « لَا تَبْدَءُوا الْيَهُودَ وَلَا النَّصَارَى بِالسَّلَامِ ….»[1]:

(تاسې یهود او نصارا ته د سلام په کولو کې وړاندې والی مه کوﺉ) .

انس رضی الله عنه وايي : پيغمبر صلی الله علیه وسلم فرمايي : « إِذَا سَلَّمَ عَلَيْكُمْ أَهْلُ الْكِتَابِ فَقُولُوا وَعَلَيْكُمْ »:[2]

کله چې اهل کتاب پر تاسې سلام واچوي ،ووايې وعليکم ) .

ځکه چې په دور نبوت کې به چې کله يهودو پر مسلمانانو سلام اچولو نو ويل به يې السام عليکم يعنی مرګ دې وي پر تاسې نو جناب نبی کريم صلی الله عليه وسلم حکم وکړ چې تاسې د هغه په رد کې وعليکم وايي يعنې پر تاسې دې هم وي .‎‎‎

لِما جاء عن ابن عمر رضي الله عنه قال : قال رسول الله صلى الله عليه وسلم : “إن اليهود إذا سلموا عليكم يقول أحدهم السام عليكم فقل : عليك ” . رواه البخاري ( 5902 ) ومسلم ( 2461 ) .

 و بالله التوفيق و صلي الله علي نبينا محمد و آله و صحبه و سلم

 د علمي چيړنې او افتا دايمي ټولنه 3(/212) (البلد الحرام – مکة مکرمه ) .


[1] احمد (2/459،444،346)،ومسلم (2167)،ابوداود (5205)،ترمذي (2701)

[2] بخاري(6926،6258)-ومسلم (2163)

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.