ښځې ته يي وويل که مې ستا په ژوند کې واده وکړ نوداسې که خاوند دې طلا ق ورکړي او واده يي وکړ ؤ نو څه حکم به وي ؟

ښځې ته يي وويل  که مې ستا په ژوند کې واده  وکړ نوداسې که خاوند  دې طلا ق ورکړي او واده يي  وکړ  ؤ نو څه حکم به وي ؟

پوښتنه : 

( ٧١١)

زرين يي  له ښځې سره  داشرط کيښود چې ستا په ژوند کې به بله نکاح  نه کوم  که مې کوله نوتاته به پنځه سوه ورپۍ مهر هر ميا شت  درکوم اوستا په خوښه  سره به يي کوم  که مې داسې ونه کړ ، نوپه هغې يوطلاق  دوه طلاق  درې طلاقه دي  اوس زرين دپورتنيو  شرطونو له پوره  کولو پرته  بلکې پخوانۍ ښځې ته په طلاق ورکولو سره يي  دوهمه  نکاح وکړه نوپه هغې باندې طلاق واقع کيږي  اوکه نه  که واقع  کيږي  نوکوم طلاق اونن سبا چې په منځ ليک کې  کوم شرطونه  ليکل کيږي  په هغو کې کوم  شرطون معتبر دي ؟

ځواب : 

دشامي  په دريم  ټوک  ١٣٦  مخ  دايمانو په بحث  کې دي  وعلى  هذا لوقال لا مراته  کل امراة اتزوجها بغير اذک  فطالق فطلق امراته طلاقا  بائنا  اوثلاثا  ثم تزوج بغير اذنها طلقت  لانه  لم  تتقيديمينه ببقاء  النکاح الخ (2)  نوله دې څر ګندې جزئې سره سم  په ښتل شوې صورت کې په دوهمه ښځه طلاق واقع کيږي  ځکه چې خاوند دنکاح دبقاء شرط نه وو لګولى دلومړى ښځې  ژوند يي مطلق  ياد کړى ؤ   اوکله چې يي  ددريو طلاقونوتعليق کړى دى نو  درې  طلاقونه  واقع کيږي  اودمنځ  ليک هغه شرطونه معتبر  دي  چې له نکاح  څخه  وروسته  شوې وي  اوکوم  شرطونه چې  ترنکاح  مخکې  نکاح  ته له اضافة  پرته  لګول شوې وي  هغه معتبر  نه دي 

 

(2)  ردالمختار  باب الايمان  ( ج ٣ ص  ١٨٨  ط س

📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.