ښځو ته د دا سې بوټونو پښوکول چې دتګ په مهال اواز کوي

 ښځو ته د دا سې بوټونو پښوکول
چې دتګ په مهال اواز کوي
په اوسني عصرکې ډیر داسي بوټونه هم رواج لري چې میرمني یې په پښو کوي چې چغاچغ  بوټ ورته وایې ، دابوټونه هسکي پوندي نه لري بلکه په پونده کې یې داسي اوسپنه یاکوم بل شیئ ښودل شوي وي چې دتګ په مهال یې چغهار وي ، یاله داسي کلک پلاستیک څخه جوړشوي وي چې دتګ په مهال چغهار کوي، اودااواز یې له ورایه اوریدل کیږي ، اودتګ په مهال په میرمنو پسي یومتصل چغاچغ غږ خیږي ،
نودداسي ډول بوټ پښوکول حرام دي
الله جل جلاله په سورة نور  ۳۱ آیت کې داسي فرمایې : وَلَا يَضْرِبْنَ بِأَرْجُلِهِنَّ لِيُعْلَمَ مَا يُخْفِينَ مِنْ زِينَتِهِنَّ……..
ژباړه : اوهغوئ دي پښي په مځکه ټینګي نه وهي چې ددوئ پټ ښایست معلوم شي ،
دجاهلیت په زمانه کې به دمیرمنو په پښو باندي پایزیب ؤ خو دهغوئ به کوم اواز نه ؤ مګر چې په مځکه به یې ووهل بیابه یې نو شرنګهارکول، اودخلګو توجه به یې ځان ته اړوله ،نوالله جل جلاله مؤمني میرمني له دي څخه منع کړلي ، علامه ابن کثیررحمه الله فرمایې : په دي کې هرهغه څه داخل دی چې دمیرمنو پټ زینت ورباندي ښکاري چې داسي حرکت وکړي چې هغه ورباندي ښکاره شي ، ،
میرمني په دي امرشوي چې دلاري په مینځ کې به نه ځې ، ځکه په دي کې دهغوئ تبرج راځي ، ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم چې کله له مسجدڅخه دباندي راووت اوویې لیدل چې نارینه اومیرمني په لاره کې سره یوځای روان دي نو ویې فرمایل : شاته شئ ځکه تاسوته دانشته چې دلاري په مابین کې تګ وکړئ ، نو میرمني دیوالونو سره ونښتي آن داچې دمیرمنو جامي به په دیوال پوري نښتي ، ځکه چې دوی به دیوال سره ډیري نږدي وي، (اخرجه ابوداود کتاب الادب باب فی مشی النساء فی الطریق )
نوچې مسلماني میرمني په دي امرشوی چې له خلګو اودهغوئ له نظره ځان لیري کړي ، بیابه څه ډول دداسي بوټ پښوکول ورته جائزوي چې دخلګو دنظرراجلبولو کې زیات موثروي، اوهغه جوړشوي هم دهمدي مطلب لپاره وي، فقهاء کرامو په دي اړه تصریح کړي چې داډول بوټ پښوکول حرام دي ،
  احکام تجمیل النساء ۲۳۴
📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.