ښځه د مخ او لاسونو نه اضافي ويښتان لرې کولای شي ؟

ښځه د مخ او لاسونو نه اضافي ويښتان لرې کولای شي ؟

له هر څه نه مخکي زما د زړه د کمي سلامونه قبول کړي،
اسلام عليکم ورحمته الله برکاتهُ
۱۔ يو زنانه د بدن کم ځاينو ويخته لري کولي شي۔
۲۔ که د کومې ښځې په لاسونو او په تندې باندي اضافه ويخته وي او هغه غواړي
چي لري کړي غير د وريزو نه۔ نو څه حکم دے۔
ددي سوال جواب به د ستايني وړ وي – ستاسو ورور احمد عابد
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
ويښتان په څو برخو ويشل شوی دی :
۱- هغه ويښتان چه خريل یې حرام دي لکه د وروځو خريل د نارينه او ښځو د پاره حرام دي پيغمبر صلى الله عليه و سلم فرمايلي دي: “لعن الله الواشمات والمستوشمات والنامصات والمتنمصات والمتفلجات للحسن المغيرات خلق الله ” ](روايت بخاري (5931) ومسلم (2125) .
او د ږيرې خريل حرام دي : قص الشارب وإعفاء اللحية (المسلم 261 ) ، (انهكوا الشوارب، وأعفوا اللحى).  (بخاری 5549 )  مسلم هم روايت کړی  .
۲- هغه ويښان چې خريل يې واجب دي لکه د شرمګاه د ويښانو لرې کول ، د تخرګو د ويشتانو لری کول او بريتونو خريل يا لنډول چه دا د فطرت سنت دي :  (الفطرة خمس: الختان، والاستحداد، وقص الشارب، وتقليم الأظفار، ونتف الآباط). بخاري(5889، 5891، 6297) و مسلم (257).
۳- د سر د ويښانو اصلاح کول په سنته طريقه .
۴- مباح : که د ښځې په مخ يا لاسونو ويښتان وي د هغې لرې کول مباح دي ځکه په دې باره کې د قرآن او ستنو د منع کوم نص وجود نه لري .
📌آیا این مطلب برای شما مفید بود؟ پس با دوستان‌تان شریک سازید تا آنها هم بهره‌مند شوند! 🤝 📲#اشتراک_گذاری 🥀🌹

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

📛 تاسو د کاپي کول اجازه نه لری!
محتوای این وب‌سایت محفوظ است. لطفاً بدون اجازه، آن را کپی نکنید.