پوښتنه
(٧٦٣)
يوسړي په خپله ښځه ظلم اوتعدى کوي ، ښځه چودرې ته راغله اوفرياديې وکړ، چې زمونږ په منځ کې بيلتون اوداړيکوپريکړه وکوه ، په دې صورت کې څه حکم دى ، اوداډول کومه فيصله درسول الله ( صلى الله عليه وسلم ) په وخت کې هم شوي ده اوکه نه ؟
ځواب :
په دې صورت کې دزوجينوپه خوښه سره خلع کيداى شي ، اوخلع درسول الله ( صلى الله عليه وسلم ) په زمانه کې هم شوي ده ، له خلعې نه پرته بل هيڅ عمده صورت دفيصلې نشته (3)
(3) عن ابن عباس ان امراة ثابت بن قيس اتت البنى e فقال رسول الله عليه وسلم فقالت يا رسول e ثابت بن قيس مااعتب عليه في خلق ولا دين ولکن اکره الکفر في الاسلام فقال رسول e اتردين عليه حديقته قالت نعم قال رسول e اقبل الحديقة فطلقها تطليقة رواه البخاري وعن نافع عن مولاة لصفية بنت ابي عبيد انها اختلعت من زوجها بکل شي لها رواه مالک مشکوة بآب الخلع والطلاق ( ص ٢٨٤ ط س