(مسئله)عا م رواج ده چي سړي دوكاندار ته وايي چې څوارلس منۍ بوجۍ راكړه نو دلته به ئې خامخا ور ته وزن كوي او كه ئې وزن نه كړه نو بيا بيع صحي نه ده ځكه دلته ئي وزن شرط كړی نو خامخا به ئي پيمانه كوي .
(اشترى مكيلا بشرط الكيل حرم بيعه واكله حتى يكيله(درالمختار۷ج۳۸۶ص)
كه يي دوكاندار ته وويل چي دغه بوجي را باندي خرڅه كړه :
(مسئله) كه چيرې بائع دوكاندار ته ووائي چه دغه يوه بوجۍ يا دغه ډكه خلطه د غوړو راباندې خرڅه كړه د تول او پيمانې په طريقه يې خرڅه نه كړي بلكه مجازفة يعني په اټكل يي خرڅه كړي وزن يې شرط نه كړو چه يا څوارلس منۍ ده او يا پنځلس منۍ ده نو بيا جواز لري ځكه په بيع مجازفة كي پيمانه كولو يا وزن كولو ته حاجت نشته .
(امالو باعه جميع ما في هذا البيت اوالصندوق اوالجوالق فانه يصح لان الجهالة يسيرة(ردالمحتار ۷ج۴۶ص)
وكمايصح بيع المكيلات والموزونات والعدديات والمزروعات كيلا ووزنا وعددا يصح بيعها جزافاايضا مثلا لوباع صبرة حنطة اوكوم تبن اواجراوحمل قماش جزافا صح البيع بعد ان يكون مميزا مشارااليه لان المبع اذالم يكن معروف القدر والوصف فلابدان يكون مشارا ليه (المجلة الاحكام الماده ۲۱۷)
مولوی موسی کليم دانش